دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود : 90114
د طالب ترهګرو له لورې د ایښودل شوي ماین په چاودنه کې ۲ تنه ملکی وګړې شهیدان شول
نن سهار شاوخواه ۶:۰۰ بجې د ملکی وګړې یوه موټرسایکل د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ د چهاردهی سیمه کې د طالبانو له لوري د سړک پر غاړه پر اېښودل شوي ماین وربرابر شو. چې په ترڅ کې یی دو تنه ملکی هیوادوال شهیدان شول .
دافغانستان د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د طالب ترهګرو دغه غیر انساني او غیر اسلامي کړنه چې په پرله پسې ډول په لویو لارو او د خلکو د تګ راتګ په سیموکې ماینونه ځاې پر ځاې کوي، په کلکه توګه غندي اودیادې پیښې د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کوي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc0sqo.2bqxs8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته