دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۱۶
د مطلب کود : 134630
طالبان او عام المنفعه معنا!؟
د ترکمنستان د وسپنی لاری پواسطه د افغانستان وصلیدل دمیانه آسیا په لړ کی، طالبان اعلان وکړ: دداسی عام المنفعه پروژو څخه حمایت کوی.
دداسی خبرو اوریدل د طالبانو څخه چی بیله وژنی او تخریب په خپل کارنامه کی بل څه نه لری د یو تریخ طنز سره مشابهت لری تر یو جدی او د اعتنا وړ خبری پوری. خو تر هغه ځایه چی خلګ تریخوالی او رنجونه تحمل کړی دی دا دیار په هر خبره زړه خوشحاله کوی او دهر خبرو څخه استقبال کوی، د طالبانو د ډلی د اعلامیی څخه استقبال وکړ.
د طالبانو سران هم پوهیږی چی دافغانستان خلګ ټول اقوام او افشار ددی جنایتکارانو څخه په تنګ راغلی دی او هر لاره چی د جنګ او وینی تویونی او د جنایت ته خاتمه ورکړی د هغه څخه د حمایت او پشتیبانی اعلام کوی. د ځینو کسانو د خوشبینی په وجه، دا پوښتنه هر وخت پیداکیږی چی کوم تحول په طالبانو کی رامنځته سوی دی چی دا جماعت د عام المنفعه څخه خبری کوی؟
ځینی تحلیل ګران چی د طالبانو مهر په زړو کی لری د طالبانو ملاتړ دداسی اعلامیو څخه شکاره کړی دی.
داسی لیدل کیږی چی ددی ډول اعلامیو نشر او خپریدل د عمومی افکارو د انحراف لپاره دی.
د هر ډلی په اړه خبری کول هغه وخت سم دی چی دهغه ډلی د سابقی په اړه هم خبری وسی.
که دیو تروریستی ډلی کارنامه د خشونت اودرنده ګی څخه ډک وی، بیله شکه پر هغه باندی لږ اعتبار کولای سو او دهغوی اعلامیه جدی تلقی کولای سو، خو داچی د نړی او منطقی وضعیت تغیر موندلی وی او دهغه ډلی په رویکرد کی تغیر منځته راغلی وی.
طالبان ثابت کړی دی چی نه یواځی د عام المنفعه کلمه نه پیژنی بلکه د عام المنفعه د تعریف په اړه هم په ذهن کی هیڅ شی نه لری.
خو هغه جادی چی د ښارونو او ولایاتو په منځ کی اعمار سوی دی، هغه پلونه چی په لارو کی جوړ سوی دی، هغه مکتبونه او مدرسی چی جوړ سوی دی ټوله په عمومی خلګو پوری اړه نه لری چی هر وخت د طالبانو د خشم او غضب وړ ګرځیدلی دی او تخریب سوی دی؟
علاوه پردی خبری، آیا د هیواد دبی ګناهانو دوینی تویونه د عام المنفعه د پروژو څخه لږ دی؟ د طالبانو کوم ډله او جبهه ددی لپاره چی خلګو ته کوم زیان ونه رسیږی، د تاوتریخوالی څخه لاس اخیستی دی؟
که د هیواد مساجد او مکاتب عام المنفعت نه دی چی طالبان د هغه په تخریب کی کوم تلاش نه دی پریښی؟ که د افغانستان خلګ په خپل تاریخ کی داسی بی رحمه موجودات نه دی لیدلی چی دخلګو دوینی تویونی لپاره حریص دی، خو د ډیرو غربی او شرقی هیوادو د ملی مبارزاتو په تاریخ کی راغلی دی چی د مستقر حکومت په وړاندی جنګیدونکی ډلی هر وخت د قدرت او خپل ایدیولوژی د تحمیل لپاره جنګیدلی دی تر څو قدرت ته ځان ورسوی خو په هغه ځای کی چی دغیری نظامی خلګو پښی په منځ کی راتلی، یا داچی ملی تاسیسات زیان لیدله د تاوتریخوالی څخه لاس اخیستی دی، خپل سلاوی پر ځمکه ایښی دی تر څو دخلګو ګټی دخطر سره مخ نه سی.
طالبان هیڅ کوم انسانی او ملی موازین په نظر کی نه دی نیولی. وژل، دغاړی پریکول، تخریب کول د طالبانو دروزمره کارونو څخه دی.
په همدی وخت کی چی طالبان دعام المنفع د پروژو څخه د ملاتړ اعلامیه صادر کړی دی د ریاست جمهوری ویاند د طالبانو د منفی عملکرد څخه یو لیست په څو تیرسوو میاشتو کی صادر کړ چی د طالبانو د بدبینی او نفرت او درواغ وینی څخه بل څه نمایش ته نه ورکوی. هغه څه چی هغوی مجبور کړی دی چی داسی اعلانیی صادر کړی همدا د ژمی فصل دی چی دا ډلی په ژمی کی کوم تحرک نه لری.
هر کال دا ډلی په ژمی کی، د درنده ګرګانو په شان توبه کاره کیږی، مذاکری او سولی ته مخ کوی. سږ کال هم د ترکمنستان او افغانستان د وسپنی لاره د خپلو تبلیغاتو لپاره ډیر ښه زمینه پیدا کړی دی تر څو د افغانستان حکومت په شک کی واچوی او د افغانستان په داخل کی خپل ملاتړ په وسیله داسی اعلامیی د خپل ملاتړ لپاره یو وسیله وګرځوی او پر حکومت باندی فشار وارد کړی تر څو ددی ډلی پروړاندی د عمل دشدت څخه کم سی.
که څه هم دداسی اعلامیو خپرول هم نه دی توانیدلی چی دخلګو توجه ځانته جزب کړی، خوداسی ډلی سته چی داسی اعلامیی پر حکومت باندی د فشار راوستلو لپاره استعمالوی او حکومت تشویقوی تر څو د طالبانو اعلامیه جدی ونیسی او پر دی ډلی باندی فشار کم کړی.
په هر حال تر څو چی طالبان د اسلحی څخه لاس نه دی اخیستلی، تر څو چی د سولی معاهده د افغانستان سره نه وی امضا سوی، تر څو پاکستانی زمامداران په بین المللی مجامع کی تعهد ونه کړی چی د افغانستان په داخلی چارو کی مداخله نه کوی، تر هغو چی یو جبهه د طالبانو په نامه وجود ولری، ډیر ساده خبره دی چی پرداسی ډلی باندی اعتماد وسی اویا دطالبانو دا اعلامیی جدی ونیول سی او هغه مثبت وبلل سی.
https://avapress.com/vdcc10qsx2bq1e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته