دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۰۶
د مطلب کود : 114830
سیدیوسف حلیم د هېواد د سترې محکمې د نوي رئیس په توګه معرفي شو
د سترې محکمې د عالي شورا نوي غړي قانونپوه سیدیوسف حلیم، چې په دې وروستیو کې له ولسي جرګې څخه د باور رایه ترلاسه کړې وه، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني په حضور کې د لوړې مراسم پرځای کړل او دا چې نوموړی د هېواد د جمهور رئیس د فرمان په اساس د سترې محکمې د رئیس په توګه معرفي شوی و، د سترې محکمې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

د لوړې په مراسمو کې چې نن سهار په ارګ کې ترسره شول، د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د جمهور رئیس دویم مرستیال قانونپوه محمدسرور دانش، د سترې محکمې پخواني سرپرست قانونپوه عبدالرشید راشد او د سترې محکمې د عالي شورا غړو هم حضور درلود.

د لوړې د مراسمو په پای کې جمهور رئیس په هغو مراسمو کې چې د سترې محکمې د نوي رئیس د معرفي په مناسبت د سترې محکمې په انګړ کې جوړ شوي وو، ګډون وکړ.

لومړی د جمهوري ریاست د چارو د ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي د سترې محکمې د رئیس په توګه د قانونپوه سیدیوسف حلیم د تقرر په هکله د هېواد د جمهور رئیس فرمان ولوست.

وروسته جمهور رئیس د خپلو خبرو پرمهال دېته په اشارې سره چې د جمهور رئیس لومړۍ دنده د اساسي قانون د تطبیق څارنه ده، وویل، جمهور رئیس له یوې پیاوړې او بادرایته سترې محکمې پرته، چې پیاوړتیا یې له قانون څخه سرچینه اخلي، دغه دنده نشي اجرا کولی.

جمهور رئیس یادونه وکړه، چې زموږ د کار معیار د خدای تعالی رضا او پر عدالت د خلکو اعتماد او رضایت دی.

جمهور رئیس د سترې محکمې مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې نوموړی او حکومت یې د سترې محکمې د هلو ځلو او اصلاحاتو بشپړ ملاتړ کوي.

جمهور رئیس غني وویل، هیله لرم چې د هېواد قاضیان په پاک وجدان او درایت خپل تصمیمونه ونیسي.

په دې محفل کې د سترې محکمې نوي رئیس قانونپوه سیدیوسف حلیم هم خبرې وکړې، د جمهور رئیس او ټولو مشرانو د اعتماد مننه یې وکړه او د هېواد له جمهور رئیس څخه یې وغوښتل، چې د قانون د حاکمیت او عدالت ته د لاسرسي په برخه کې له ده سره مرسته وکړي.

نوموړي وویل، د عدالت د تطبیق په برخه کې به خپلې هیڅ ډول هڅې او هلې ځلې ونه سپموي او ژمنه یې وکړه، چې د قضایي او اداري فساد پر ضد به صادقانه مبارزه وکړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcc10qsx2bqs48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته