دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 146637
ترامپ: غواړم پوه سم چی ولی د ۱۷ کالو راهیسی په افغانستان کی یو؟
د آمریکا ولسمشر ددی هیواد ۴ افسرانو سره په لیدنه کی چی کلونو راهیسی په افغانستان کی جنګیدلی دی پوښتنه وکړه چی ولی په هغه جنګ کی چی نږدی اوه لس کاله ځینی تیریږی، په افغانستان کی حضور لری.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دونالد ترامپ، د سه شنبه په ورځ د امریکا څلور نظامی افسرانو سره په خبرو کی، وغوښته چی د هغوی په نظر د افغانستان جنګ کی د امریکا راتلونکی ګامونو څخه پوهه ترلاسه کړی.

ترامپ وویل غواړو چی ددی څلورو لویو افسرانو نظر چی ډیر وخت یی په افغانستان کی تیر کړی دی پوه سو، ځکه چی دا کسان د جنګ په ډګر کی وو او احتمالآ د وضعیت په اړه د هر څوک څخه ښه پوهیږی.

دونالد ترامپ، د امریکایی افسرانو سره په ملاقات کی وویل چی د افغانستان جنګ د امریکا اوږد جنګونو څخه دی... تقریبآ د ډیرو کلونو راهیسی هلته حضور لرو چی نږدی ۱۷ کاله کیږی او زه غواړم پوه سم چی ولی د ۱۷ کاله راهیسی په افغانستان کی یو.

ترامپ مایکل واګنر، زکاری بومن، هنری آدامز اردو افسرانو او ایریک بریچ د امریکا هوایی ځواکونو افسر ته په خطاب کی وویل چی ډیر نظریی د ډیرو کسانو څخه اوریدلی دی؛ خو، غواړم د هغه کسانو څخه واورم چی د جنګ په ډګر کی وو.

د امریکا ولسمشر تیره میاشت کی د امریکا دفاع وزارت ته دنده صلاحیت ورکړ ترڅو په افغانستان کی د امریکایی نظامی سرتیرو په اړه تصمیم ونیسی.

د ترامپ ریاست جمهوری شروع کیدو څخه تراوسه د افغانستان په وړاندی د آمریکا مشخص استراتژی نه دی معلوم؛ خو ددی هیواد ارشد نظامی چارواکی د دفاع وزیر او ملی امنیت مشاور په شمول، افغانستان ته سفر درلودلی دی او د افغان چارواکو او امریکایی قوماندانانو او ناتو سره لیدنه کړی دی.

ویل کیږی چی ډیر ژیر، جیم متیس، د امریکا دفع وزیر د افانستان جنګ په اړه د امریکا طرحه سوی استراتژی، سپین ماڼۍ ته وړاندی کوی چی په هغه کی د ۳۰۰۰ څخه تر۵۰۰۰ پوری د سرتیرو اضافه کیدل شامل دی.

https://avapress.com/vdcc1eqsm2bq0e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته