دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 122336
هیله ده په درېیمه ۴اړخیزه غونډه کې د "لارې نقشه" نهايي شي
افغان حکومت هیلمن دی چې نن به د اسلام اباد په څلور اړخیزو خبرو کې؛ د افغانستان د سولې په اړه طرحه ( د لارې نقشه ) نهايي شي.

د پاکستان پایتخت اسلام اباد نن د هغې څلور اړخیزې غونډې کوربه دی چې په کې د افغانستان د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره د لارې پر یوې نقشې یا طرحې خبرې کېږي.

دا د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو په ګډون دا ډول درېیمه غونډه ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني ازادي راډیو ته وویل چې د دې څلورو هېوادونو د استازو تر منځ په لومړۍ او دویمه غونډه کې چې په اسلام اباد او کابل کې جوړې شوې وې؛ پرمختګونه شوې دي.

د نوموړي په وینا، اوس دوی تمه لري چې په نننۍ غونډه کې به د افغانستان د سولې لپاره د لارې نقشه وروستۍ بڼه خپله کړي:

"په اسلام اباد کې په دې درېیمه غونډه کې، ټاکل شوې چې د سولې د خبرو اترو لپاره د لارې نقشه نهايي شي. هغه ټینګار ته په پام چې افغان دولت یې د دې بهیر پر چټکتیا لري؛ موږ جدي هیلمن یوو چې د لارې دا نقشه به په دې درېیمه څلور اړخیزه غونډه کې وروستۍ شي."

د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر حبیب الله فوزي هم هلیمن دی چې په دې څلور اړخیزو خبرو پسې به بله غونډه له وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو غونډه وي.

ښاغلي فوزي ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې هم به د سولې د خبرو لپاره د لارې د نقشې د نهايي کولو په دې غونډه او هم به ورپسې له وسله والو طالبانو سره په مخامخ خبرو کې په افغانستان کې د اوربند مسئله د بحثونو یوه مهمه موضوع وي.

حیبب الله فوزي وویل، د سولې د عالي شورا یو هییت هم په دې څلور اړخیزو خبرو کې برخه اخلي:

"د سولې عالي شورا په دې تېرو څلور اړخیزو خبرو اترو کې برخه لرله. په دې درېیمه غونډه کې به یې هم ونډه لري. خو دا چې تر اوسه دا غونډې تخنیکي بڼه لري؛ نو یو شمیر کسان په کې شرکت کوي؛ له درېیمې غونډې وروسته امکان لري له طالبانو سره مستقیمې خبرې وشي چې به هغې کې به د سولې د عالي شورا نور غړي هم برخه واخلي."

د هغو اوازو په اړه مو چې ښايي د طالبانو استازي هم د اسلام اباد په نننیو خبرو کې برخه واخلي؛ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ویاند شکیب مستغني څخه وپوښتل؛ نوموړي که څه په دې غونډه کې د طالبانو د استازو ګډون په مستقیمه توګه رد نه کړ؛ خو ویې ویل چې دا څلور اړخیزې خبرې د کابل د غونډې په دوام د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو ترمنځ دي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر هم ازادي راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې د طالب استازو ګډون نه شي ردولی؛ خو دا باور لري چې له طالب استازو سره به د دې درېیمې څلور اړخیزې غونډې وروسته د مخامخ خبرو زمینه برابریږي.

بل خوا په مسکو کې د پاکستان شارژدافیر عطا محمد شاهد انټر فاکس خبري اژانس ته په یوه مرکه کې ویلي؛ دوی تمه لري چې د اسلام اباد په نننیو خبرو کې به د افغانستان د سولې د خبرو په برخه کې یو مهم پرمختګ رامنځ ته شي.

انټرفاکس خبري اژانس د ښاغلي شاهد له خولي وايي؛ هېواد یې غواړي چې افغان حکومت او طالبان خپلو کې یو داسې مکانیزم رامنځ ته کړې چې له مخې یې ګډ کار وکړی شي.

په مسکو کې دې پاکستاني ډیپلوماټ ویلي؛ نه پوهیږي چې دا کار به څومره وخت ونیسي؛ خو دوی په دې برخه کې د یو ستر پرمختک په تمه ده چې هیله ده د اسلام اباد په څلور اړخیزو خبرو کې به رامنځ ته شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcc1iqse2bqi18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته