دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۵۶
د مطلب کود : 96983
په لوګر ولایت کې د (۳) تنو هندی انجینرانو د ژغورنې عملیات!
(۳) تنه هندی انجینران هریو انیونی گنگادر ، کورمایوسفر او بدوگنگادر د (O.A.S.I.S) کمپنی کارکوونکي چې د روان کال د زمری(اسد) میاشتی په (۲۲) مه نیټه چې د لوګر ولایت څخه د کابل ولایت په لور روان ول، د لوګر- کابل ولایتونو په لویه لاره کې د تنګی واغجان په سیمه کې د وسلوالو طالبانو لخوا تښتول شوي ول، او غوښتل یې چې نیول شوی انجینران د میدان وردکو ولایت له لارې د پاکستان کویټي ښار ته ولیږدوي.
کله چې د لوګر ولایت د ملی امنیت ریاست د پیښی په اړوند اطلاع تر لاسه کړه، د ملی امنیت کشفی شبکي یې فعاله او په همغه ورځ یې د طالبانو حرکات تثبیت او د زمری میاشتی په (۲۴) نیټه یې د لوګر ولایت د بابوس په سیمه کې یو لړ ځانګړی عملیات تر سره کړل، چې د یادو عملیاتو په پایله کې هندی انجنیران روغ رمټ د وسلوالو له منګولو څخه وژغورل شول.

د پیښي په اړوند یو تن تروریست نیول شوی هم دی.

د ملی امنیت لوی ریاست له ټولو هغو بهرنیو وګړو څخه چې په هغو لویو لارو کې چې امنیتی ستونزي شتون لري، سفر کوي هیله مند دي چې د خپل سفر پر مهال د ولایاتو امنیي قوماندانې په جریان کې واچوي تر څو د احتمالي پیښو په اړوندو دوي ته معلومات ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc1oqo.2bqe48j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته