په افغانستان کې لاهم د درمل وړ ناروغۍ له امله د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه ده او د هرو زرو ماشومانو له ډلې ۹۷ يې د درمل وړ ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوال سازمانونه وایي، چې افغانستان لاهم د هغو دوو هېوادونو له ډلې دی چې د پولیو ویروس پکې شتون لري او له ماشومانو څخه قرباني اخلي. نژدې ۵۰ میلیونه ډالر په افغانستان کې د پولیو واکسین په برخه کې لګول کېږي خو لاهم دا ناروغۍ د ماشومانو ژوند ګواښي.
موږ باید د پولیو واکسین پروړاندې ټول شته خنډونه له منځه یوسو او حتی په لرو پرتو او نا امنو سیمو کې هم ماشومان له دې واکسن څخه برخمن شي. د ټولنې ټول وګړي باید د واکسن په ګټو پوه شي او خپل ماشومان دې د پولیو واکسن مرکزونو ته وروليدلته د عامې روغتیا وزارت له پولیو ناروغۍ سره د مبارزې په موخه د یوه کمپاین په لاره اچولو سره د واکسین له اونۍ څخه لمانځنه کوي وايي، دا ناروغۍ لاهم په افغانستان کې شتون لري. د روغتیا نړیوال مسؤلین هم وايي، چې دا د منلو وړ نه ده چې په افغانستان کې د درمل وړ ناروغي د ماشومانو ژوند وګواښي.
فغانستان لاهم د هغو دوو هېوادونو له ډلې دی چې د پولیو ویروس پکې شتون لري او له ماشومانو څخه قرباني اخلي.د روغتیا نړیوال سازمان استازی ایمان وايي: (( موږ باید د پولیو واکسین پروړاندې ټول شته خنډونه له منځه یوسو او حتی په لرو پرتو او نا امنو سیمو کې هم ماشومان له دې واکسن څخه برخمن شي. د ټولنې ټول وګړي باید د واکسن په ګټو پوه شي او خپل ماشومان دې د پولیو واکسن مرکزونو ته ورولي.)) اوسمهال په افغانستان کې روانې نا امنۍ او د واکسین د خدمتونو په هکله د خلکو نه پوهاوی د پولیو واکسن د تطبیق پروړاندې لوی خنډونه بلل کېږي او ترڅو چې د افغانستان په ټولو سیمو کې د پولیو واکسین په سمه توګه تطبیق نشي، د ماشومانو ژوند به همداشان له ګواښ سره مخ وي.
سرچينه : خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل