دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 110230
وسله والو یاغیانو په پکتیا کې ۱۹ ماین پاکان برمته کړي
تاند- وسله والو سختدریځو لږترلږه ۱۹ ماین پاکان د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې برمته کړي دي.
په پکتیا کې زرمت یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چې وسله وال طالبان پکې زیات فعال دي.
د پکتیا امنیه قومندان جنرال زلمي اوریاخېل وویل چې ماین پاکانو له پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو پرته په خپله خوښه په سیمه کې کار کاوه.
تراوسه پوري کومې ډلې د دغو ماین پاکانو د تښتولو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
په وروستیو ورځو کې د سختدریځو له لوري پر داسي هدفونو هم بریدونه کېږي چې پخوا لږ کېدل.
د روان اپریل په درېمه د اروزګان ولایت په ګېزاب کې د یوې مرستندویې موسسې د ۵ افغان کارکوونکو مړي وموندل شول چې څه موده مخکې وسله والو طالبانو تښتولي ول.
د اروزګان د والي د ویندوی په وینا طالبانو د دغو مرستندویانو د خوشي کولو په بدل کې د خپلو بندیانو د خلاصون غوښتنه کړې وه.
سېف دي چلدرن یا د ماشومانو د ژغورنې موسسه له افغان ماشومانو سره په بېلابېلو برخو کې کومک کوي.
د تېر میلادي کال په دسمبر کې (۴ میاشتې پخوا) طالبانو د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کې ۱۲ ماین پاکان ووژل.
طالبانو تر دې پخوا هم څو ځلي پر ماین پاکانو بریدونه کړي، یا یې وژلي او یا یې برمته کړي دي.
په ۲۰۱۱ میلادي کال طالبانو په فراه ولایت کې د ۷ ماین پاکانو سرونه پرې کړل.
د تېر کال په لومړیو کې وسله والو طالبانو شاوخوا ۶۰ ماین پاکان د لنډ وخت لپاره برمته کړل.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc1xqsx2bqsi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته