دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۳۵
د مطلب کود : 153288
دفاع وزارت: د افسرانو د تقاعد طرحه د تشکیلاتي تراکم مخنیوي لپاره عملي کېږي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ډېر عمر لرونکو افسرانو د تقاعد طرحه به په دوو کلونو کې بشپړه شي.

دفاع وزارت وايي، شااوخوا پنځه زره هغه ځوان افسران چې په هېواد کې د ننه او له هېواده بهر یې لوړې زده کړې کړي د تقاعد کېدونکو افسرانو ځای به ډک کړي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۲۷» په دې اړه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، په دفاع وزارت کې د ډېر عمر لرونکو افسرانو د تقاعد طرحه په دغه وزارت کې د تشکیلاتي تراکم د مخنیوي په هدف عملي کېږي.

ښاغلی وزیري وايي، دا کار به د هېواد د امنیتي بنسټونو پر ظرفیت او وضعیت هیڅ ډول منفي اغېز و نه کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه کسان چې په احتیاط کې دي او عمرونه یې لوړ دي په لومړي پړوا کې، هغه چې عمرونه یې ډېر دي او تقاعد ته برابر دي په دوهم پړاو کې او په درېیم پړاو کې بیا دغه بهیر په بشپړ ډول عملي کېږي، په دفاع وزارت کې تشکیلاتي تراکم رامنځه شوی، دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا پنځه زره د لوړو زده کړو درلودونکي افسران بې دندو ګرځي، د یاد تراکم د له منځه وړلو لپاره دغه پروګرام جوړ شوی دی."

ښاغلی وزیري وايي، د دغې مرحلې لومړی پړاو به د روان کال د جدي په میاشت کې پیل او د راتلونکي کال د اسد په میاشت کې بشپړ شي.

دی همدارنګه وايي، دوهم پړاو به یې هم د اسد د میاشتې له لسمې نېټې پیل او د بیا د ۱۳۹۷لمریز کال د جدي په لسمه پای ته ور رسېږي.

د نوموړي په خبره د ۱۳۹۸لمریز کال د اسد تر میاشتې به دا پروسه بشپړه او وروستۍ شي.

ښاغلی وزیري وايي، دېرش فیصده باتجربه افسران د اړتیاوو له مخې په احتیاطي شکل ساتل کېږي.

د دغې طرحې د تطبیق خبره په داسې وخت کېږي چې له دې وړاندې د افغانستان دفاع وزارت د افسرانو په ذاتي قانون کې بدلون راوستی او له مخې یې هغه افسران تقاعد ته سوق کېږي چې عمرونه یې له ۵۵ کلونو لوړ وي.

خو د افسرانو د پخواني ذاتي قانون له مخې چې اته کاله وړاندې توشیح شوی د افسرانو د تقاعد عمر ۶۵ کاله ټاکل شوی و.

د نوي طرحې له مخې بیا د ډګروالانو د تقاعد عمر ۵۴ کاله د تورن جنرالانو ۵۸ کاله د ډګر جنرالانو ۶۰ کاله او د ستر جنرالانو لپاره د تقاعد عمر ۶۲کاله ټاکل شوی دی.

د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون منشي فتح الله قیصاري د امنیت د ټنیګښت او په ملي اردو کې د وړتیاوو د لوړولو لپاره د یادې طرحې تطبیق اغېزمن بولي:
قیصاري: دا کار منفي نه بلکې مثبت اغېز لري.
قیصاري: دا کار منفي نه بلکې مثبت اغېز لري.

"دا کار منفي نه بلکې مثبت اغېز لري، دا طرحه ان شاءالله د افغانستان د وضعیت لپاره اغېزمنه ده، څرنګه چې دا بهیر په څو پړاوونو کې پلي کېږي نو ځکه منفي اغېز نه لري نوي جنرالان چې له نویو تجربو او لوړو زده کړو سره مقررېږي کېدای شي ګټور تمام شي."

خو د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان دا طرحه د افسرانو د ذاتي قانون خلاف بولي وايي، په اوسنیو شرایطو کې به یې تطبیق پر روان وضعیت ناوړه اغېز وکړي.

له ډلې یې حی ګل سلیمانخیل وايي، تر کومه چې ملي اردو په خپلو پښو ونه درېږي او دا طرحه د ولسي جرګې لخوا د تائید وړ ونه ګرځي، تطبیق به یې د افغانستان امنیتي وضعیت ته زیانمن کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc41qs42bqpi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته