دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۲۸
د مطلب کود : 113985
جمهور رئیس غني له سناتور جان مکین سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د امریکا متحده ایالاتو د سنا مجلس له غړي سناتور جان مکین سره وکتل.
په دغه لیدنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لوریو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا، له افراطیت او ترهګري سره د مبارزې ، د سیمه ییزې همکارۍ، له افغانستان څخه د امریکا د حکومت او په ځانګړي ډول د کانګرس د دوامداره او هر اړخیزه ملاتړ په هکله بحث وکړ.
جمهور رئیس غني سناتور جان مکین ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، په تېرو کلونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحده ایالاتو د همکاريو او په افغانستان کې له تروریزم سره د مبارزې او د امنیت د تامین په برخه کې د امریکایي ځواکونو د هلو ځلو مننه وکړه.
جمهور رئیس غني او جان مکین ترهګري او افراطیت نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې او نړۍ لپاره یو خطر وباله او د هغې پر ضد په پراخه مبارزه یې ټینګار وکړ.
سناتور جان مکین د خپل هېواد او کانګرس له لوري له افغانستان سره د دوامدار ه ملاتړ او مرستو ژمنه وکړه.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc41qsp2bqso8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته