دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 138285
اخلاقی فساد او دننی څخه د سقوط خطر
عبد رب الرسول سیاف؛ د جهادی مشرانو څخه، د سره پوځی ځواک د اخراج د کلیزی په ورځ کی د ریاست جمهوری په ماڼی کی وویل: تر څو چی یو نظام د داخل څخه تخریب نه سی، هیڅ خارجی توطئه کوونکی دا نظام یو نظام د خارج څخه له منځه نه سی وړلای.
ښاغلی سیاف، د فساد د ډولونو د جملی څخه د اخلاقی فساد څخه اندیښنه وښوده او د حکومتی مقاماتو څخه وغوښتل چی د اخلاقی فساد مخه ونیسی چی اخلاقی فساد د نظام دمنځه وړلو لپاره زمینه دی.
هغه وویل چی د اخلاقی فساد د مخنیوی لپاره، د افغانستان ملت د لویو پښتوانو څخه وی او د اخلاقی فساد د مخنیوی لپاره باید د رسنیو بالخصوص د رادیو او ملی تلویزیون څخه شروع سی.
ښاغلی سیاف خاطرنشان کړ: موږ د بیان آزادی څخه ملاتړ کوو؛ خو دا بیان آزادی باید د ټولنی د کلتور او دین او حیثیت دپښو لاندی کیدو لامل نه سی او د فساد څخه د مخنیوی لپاره باید، د رسنیو څخه شروع وسی؛ ځکه چی اخلاقی فساد په رسنیو کی خپل اوج ته رسیدلی دی.
دا هشدارونه په داسی حال کی مطرح کیږی چی ددی څخه مخکی اجتماعی او کلتوری مسایلو ناظرانو هم د اخلاقی فساد په اړه ویناوی کړی دی چی په ډیر سازمان یافته ډول سره د ځینو رسنیو او معلوم الحال سازمانونو په واسطه د ټولنی او کلتور په سطحه په افغانستان کی، لمن وهل کیږی او تبلیغ او ترویج کیږی، او دهغه څخه اندیښنه ښودلی دی او دهغه د خطرناکو پایلو څخه افغانستان مسلمان خلګو ته په جدی توګه هشدار ورکړی وو.
د منتقدانو په باور، لکه څنګه چی دښاغلی سیاف په آخرو سخنرانیو کی ویل سوی دی، پراخ اخلاقی فساد چی د بيان آزادی تر نامه لاندی ورباندی لمن وهل کیږی؛ خو په حقیقت کی د آزادی پر ضد عمل کوی، په آخر کی د ټولنی د سقوط لامل په دننه کی سی؛ هغه کار چی د افغانستان دشمنان په هیڅ ډول سره په نظامی ځواک او انتحاری او وژنی سره هغه ته لاس رسی نه سی پیدا کولای.
دا جدی خطر زموږ زامنو راتلونکی په وړاندی دی؛ هغه نسل چی د سلامت او اخلاقی امنیت له لحاظه، لوی حق پر ټولنی او دولت باندی لری او باید ښایسته ځواب ورکړل سی.
د هیواد کلتوری سیاست باید په داسی ډول سره سازمان ورکړل سی چی امن اخلاقی حریم د کورنیو او ځوانانو او د هیواد راتلونکی نسل لپاره رامنځته کړی او اجازه ورنه کړی چی د بیان آزادی ترنامه لاندی مبتذل رسنۍ، یو غیری اخلاقی نظام ارزشونه د هیواد اوسني او راتلونکی نسل لپاره ارائه کړی او زده کړی ورکړی.
له دی لید څخه، د تحلیلګرانو په باور، د ښاغلی سیاف هشدارونه کامل ډول سره جدی دی؛ ځکه چی خطر په کمین کی دی؛ هغه خطر چی نه په ټوپک او نه په انتحاری او نه جنګ باندی منځته راځی بلکه په ټولنه کی د اخلاقی فساد په رامنځته کیدو سره دا لوی خطر و ټولنی ته پیښیږی.
د همدی لپاره دی چی میلیاردونه پیسی د مشخص سرچینو لخوا، د بی برنامه رسنیو لپاره مصرفیږی، د هیواد د نظامی او دفاعی او تهاجمی ځواک د مصرفونو سره برابری کوی.
د اخلاقی فساد سره مبارزه په دولت، ټولنه، رسنیو او عمومی برخو کی د افغانستان د خلګو د جهاد بل برخه دی چی نه یواځی نه دی ختم سوی؛ بلکه تازه شروع سوی دی. البته باید وویل سی چی ددی جهاد وسیلی د نورو جهادونو څخه توپیر لری چی ددی ډول جهاد د سخت وسیلو جهاد د خارجی دشمنانو سره توپیر لری.
پوهه، دین داری، بصیرت او ویښتیا ددی خطر سره د مهمو او اصلی وسیلو څخه دی؛ هغه خطر چی زموږ ټولنه د یو لوی خطر لوری ته وړی او که وضعیت همداسی ادامه پیدا کړی، تر څو نورو کلو پوری، پر دین باندی باور، اخلاقی ارزشونه او اصول زموږ په ټولنه کی د کوم تریخ راتلونکی او سرنوشت سره مخامخ سی.
https://avapress.com/vdcc44qsp2bq1i8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته