دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۷:۱۴
د مطلب کود : 118485
دیمن له زرنې ووپرېږۍ
د انصارالله د ډلې لارښود« عبدالملک الحوثي» دعاشورا دورځې په مناسبت، خپله بیانیه کې وویل: دتکفیریا نوټولې هثحې د امریکا اواسرائیلو دچوپړ(خدمت) له پاره دي.

عبدالملک د ېته په اشارې سره چې دسعودیانو بريد د امریکا په دستور او د اسرائیلو په مرسته وشو، وویل: عربستان هڅه کوي چې یمن اشغال کړي، څوهغه د امریکا او اسرائیلو د فعالیت له پاره ډګرجوړکړي. هغه زیاته کړه: دسعودیانو جنایتونه له امریکا او اسرا ائیلو سره تو پېرنه لري. د انصارالله لارښود وویل چې سعودیان غواړي دیمن ملت، له حاکمیت اوخپلوکۍ پرته هغو ته تسلیم شي! هغه زیاته کړه: نیواکګروته اخطار ورکوو چې عبرت واخلي او تردې زیارت په زرنه کې ځان خښ نه کړي. الحوثي، د یمني ډلو ترمنځ په تفاهم او پدې برخه کې يې دقبایلو په رول ټینګاروکړ.

د انصارالله دډلې لارښود په پای کې دې ته په اشارې سره چې د یمن ملت به د« هیهات مناالذله» (یعنې افسوس دی چې مناخواره شوه) په شعارله ځان څخه دتېري کوونکو په وړاندې دفاع وکړي، ادامه ورکړه: هرڅوک فکرکوي چې هغه به د امریکايې، اسرائیلي اوسعودي د تېري موخه نه وي، په اشتباه کې دي، اوس ټول یمنیان د تېري موخه ګرځېدلې دي. د انصارالله د دلې دلار ښود پیغام واضح، څرګند اوله هرډول پوښ او پوست پرته ؤ. هغه وویل: هغه څه چې په یمن کې تېرپږي، یوه امریکايې اواسرائيلي توطیئه ده چې د سعودیانو په لاس عملیات کېږي.

کارپوهان هم ټينګارکوي چې پریمن تېری یوازې دسعودي عربستان او څوکو چنيو او حقيرو عربي هېوادونو کارنه دی. اصولآ دغه هېوادونه، د امریکا له اجازې پرته په هېڅ هېواد باندې د نظامي بريد او پاد یوې شبه نظامي ډلې یا ديوې تروریستې ډلي دمالي او تسلیحاتي تامین لپاره هېڅ ځای او تصمیم نه شی نیولای. ټول هغه څه چې په عربي نړۍ او ټولو اسلامي هېوادکې د سعودیانو په واسطه سرته رسېږي، د سپيني ماڼۍ او صهیونیزم د مشرانو له مستقيمې ارادې څخه راوتلي دي.

دا رژيم او دهغه ډېری مالي امکانات چې له ډېرو باد راوړو نفتي سرچېنولاس ته ورغلي، ټول د اسلام اومسلمانانو د دښمنانو په خدمت کې دي چې دهغو له نمونو څخه يوهم په یمن کې روانه جګړه ده ـ

خو د تحلیل کوونکو په عقیده دغې جګړې، هماغسې چې تر اوسه يې را ښودلې ده، تردې وروسته به يې هم ثابته کړي چې هېڅکله به دسعودي عربستان او دهغو امریکايي او اسرائیلو ملاتړو هيلې بریالۍ نه شي اولکه څنګه چې ددې اوه(۷) میاشتو په اوږدوکې يې ناکام کړي پرې ایښي، له دې وروسته به هم ناهیلي او ناکام شي!

هغه جګړچې د انصارالله دلارښود په تعمبیر، دهغې اویولوګ، اعتمادي او معنوي قومندان ــ

«امام حسین«‎» وي، دهغه مانیفست او دستورالعمل د کربلا ستره اوتلپاتې پېښه او دهغې انقلابي شعار« هيهات مناالذله» وي، هېڅکله به ماته ونه خوري او د تېري کوونکو نیوالکګر ترپوره رسوايي ـــ

هېڅوک شی کولای چې د « عبدالمک الحوثي» سمې خبرې رد کړي. هغه داسې څوک دی چې داجګړه يې پوره (۷) اوه میاشتې، د امریکا ترمرګاني او پرمختللو وسلو ترهوايې بريد ونولاندې مدیریت اورهبري کړې ده او تراوسه دهېواد دېرې پراخې برخې ترخپل کنترول لاندي لري.

هغه یوداسې څوک دی چې تراوسه د امریکا اواسرائیلو او اعرابو جاسوسي او اطلاعاتي شبکې په دې نه پوهېږي چې هغه چېري ژوند کوي او څنګه ژوندی پاتې دی؟ هغوئ حتا د انصارالله په انقلابیونو پورې اړوند دالمسيره تلویزیوني شبکو د خپرونو په و درولو قادرشوي نه دي. صنعا دیمن پلازمینه تراوسه د انصارالله د انقلابي ځواکونو، د یمن دعسکرو اوولسي کمېټو په کنترول کې دی.

په عین حال کې دجګړې لمن هم د سعودي دخاورې داخل ته کش شوې ده. د سعودي، اماراتي او بحریني نظامي ځواکونه هره ورځ درانه تلفات وینې، په عدن کې د سعودي په لاس دجوړشوي دولت مرکز هم دانصارالله او د یمن دځواکونو دټکونکو موشکي بريد ونو تریرغل لاندې راغلي اوغلي اوړنګ شوی دی.
پدې حساب حق له «عبدالملک الحوثي» سره دی چې په پوره واک اوډا ډ سره هغه چاته ورته دی کوم چې بری يې موندلی وی، خبرې وګړي او خپل زمولل شوی او ذلیل د ښمن، دیمن په زرنه کې دعبرتي زده کړو او پرهېزلپاره لدې زرنې ځان سا تلو ته دعوت کړي.

الحوثي په عین حال کې څرګندوي هما غسې چې دجګړي سره دی، د سیاست اوسولې سړی هم دی. هغه دیمن دخلکو او خپل هېواد د ګټو او د یمني سیاسي حل لارو په فکرکوي. دهغه یمن وړاندیزکوي چې په هغه کې د یمن د مبارزو خلکو رول څرګند او برجسته وي او پردي، پرهغو د واکمتۍ او نفوذ واک اوځواک ونه لري او د امریکا اواسرائیلو په ګټه دیمن دانقلابي خلکو واک اوملي حاکمیت او آزادي ترپښو لاندې نه ښي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc44qsp2bqs08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته