زمونږخبریال دجنګ انټرنیټي سایټ له قوله راپورراکړ نن مازدیګر دپاکستان دخیبرپختونخواه صوبې په هنګو ښار کې په محمد خواجه سیمې کې داورکزئ ایجنسۍ څخه متاثر شويو کډوالو په کیمپ کې زوروره چاودنه شوې چې له امله ئې تر دې دمه اته کسان مړه او یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي او ممکنه ده دمړو شمیر نورهم زیات شي.
ویل کیږي دغه چاودنه په کیمپ کې په کیښودل شویو چاودیدونکو توکو کې شوې ده . مړي او ټپیان دهنګو روغتون ته رسیول شوي او په سیمې کې حالات ترینګلي ښودل کیږي.
ددغې پيښې پړه دخبر ترمخابیره کیدا پورې چا په غاړه نه ده اخستې خو ځيني سرچینې وائي چې ممکنه ده دا وسله والو طالبانو دشمالی وزیرستان دعملیاتو په ځواب کې یو اقدام وي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)