دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۱۶
د مطلب کود : 132588
جمهور رئیس غني د قطر د پخواني امیر په وفات خواشینی شو
۱۳۹۵ل د لړم ۳: ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د قطر د پخواني امیر شیخ خلیفه بن حمد ال ثاني په وفات خواشینی شو. جمهور رئیس وویل، شیخ خلیفه بن حمد ال ثاني خپل هېواد او خلکو ته ډېر خدمتونه وکړل او د نوموړي لاسته راوړنې او خدمتونه به تل د قطر د خلکو په یاد وي. محمد اشرف غني د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب د قطر خلکوسره په دغه غم کې ځان شریک بولي او د قطر امیر، د ارواښاد کورنۍ، د قطر حکومت او خلکو ته د افغانستان د خلکو او دولت په استازیتوب خپل د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي. د هېواد جمهور رئیس د خدای تعالی په دربار کې شیخ خلیفه بن حمد آل ثاني ته د فردوس جنت او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني ته د روغتیا او اوږد ژوند او د قطر خلکو ته د هوساینې او سوکالۍ دعا وکړ ه.
https://avapress.com/vdcc4iqs42bq1p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته