دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۳۸
د مطلب کود : 139581
په ۱۳۹۶ ل کال کې به پر بنسټیزو پروژو تمرکز وشي
ارګ او سپیدار ماڼۍ وايي، چې په ۱۳۹۶ ل کال کې به پر بنسټیزو پروژو تمرکز وشي، چې له پلي کیدو سره به یې خلک مثبتې اغېزې حس کړي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د خلکو د انګیرنو له مخې؛ ملي وحدت حکومت په تېرو دوه کلونو کې د خلکو ډېر رضایت له لاسه ورکړی دی.
د ولسمشرۍ د رسنیو سرپرست شاه حسین مرتضوي وايي، چې د خلکو ستونزو ته جدي پاملرنه کیږي او په راتلونکیو دوه کلونو کې به داسې لویې او بنسټيزې پروژې پلې شي، چې خلک به ترې بشپړ اغېزمن شي..
حکومت هڅه کوي، چې په راتلونکي کال کې خپلې اړیکې د سیمې له هېوادونو، اسلامي هېوادونو، اروپا، امریکا او عربي هېوادونو سره پراخه او وغزوي.
په پوځي برخه کې حکومت د څلور کلن پلان پر جوړلو اخته دی او هڅه کوي، چې افغان هوايي ځواکونه ښه سمبال کړي.
د اصلاحاتو او ښې حکومتدارۍ په اړه حکومت ژمنه کوي، چې اصلاحات به د وړتیا له مخې په ټولو ادارو کې راولي؛ قومي او د رهبرانو اړیکې به د ګومارنې اصل نه وي، اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې به حکومت د عدلي او قضايي مرکز له لارې د فساد لویې دوسیې وڅيړي او د اقتصادي ودې لپاره به بنسټیزې پروژې پیل کړي او په پاتې دوه کلونو کې به د انرژۍ په برخه کې ډېره پانګونه وشي.
ټاپي او کاسا زر پروژو چارې به چټکې او د ولسي تړون پروژه به پراخه شي او د اوبو د کابو کولو لپاره به د بندونو او سربندونو د جوړولو لپاره هڅې ګړندۍ شي.
https://avapress.com/vdcc4oqss2bq1p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته