دخپریدو نیټه :شنبه ۵ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 139680
د تخار پر خواجه‎ بهاوالدین ولسوالۍ برید په شاوتمبول شو
رپوټونه رسوي د پنجشنبې په ورځ طالبانو د تخار د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ پر ودانۍ ډله‎ييز برید وکړ او د دغې ولسوالۍ ودانۍ ته یې اور ورته کړ.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د شمال ختیځې حوزې د پولیسو قومندان لوی پاسوال شیرعزیز کامه‎وال په یوې خبرپاڼه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوې ویلي چې د ترهګرو یوې ډلې تېره شپه د دغه ولایت د خواجه بهاو‎الدین ولسوالۍ برید کړی او د دغې ولسوالۍ د ودانۍ ځينو برخو ته یې اور ورته کړی او د امنیتي ځواکونو په رسېدو سره طالبان په شا وتمبول شول.
ښاغلي کامه وال زیاته کړه چې په دغه برید کې د دولت درې مخالف وسله‎وال وژل شوي او څلور تنه نور یې ټپيان شوي دي او همدارنګه په دغه برید کې پنځه تنه سرحدي پولیس هم پټيان شوي دي.
https://avapress.com/vdcc4oqsx2bq1e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته