دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 115587
تاجکستان او ترکمنستان په افغانستان کې د خبرو له لارې د روانې شخړې د هواري غوښتنه کړې
د تاجکستان او ترکمنستان ولسمشرانو په افغانستان کې د خبرو له لارې د روانې شخړې د هواري غوښتنه کړې او له افغان حکومت څخه یې د نړیوالې ټولنې پر قوي ملاتړ ټینګار کړی.

د تاجکستان او ازبکستان ولسمشرانو په عشق اباد کې له خبرو وروسته، په افغانستان کې د ستونزو د هواري او سولې د ټینګښت لپاره خبرې اترې یوازینۍ حل لاره بللې ده.

امام علي رحمان او قربان قلي بیردي محمدوف په رسمي اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د زور او پوځي ځواک په کارولو ستونزې نه هواریږي.

د افغانستان د دې دوو ګاونډیو هطوادونو مشران په داسې حال کې د افغانستان پر وضیعت خپلو کې خبرې کوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان هغه سیمې هم نا امنه شوې چې د دې هېوادونو پولو ته نژدې پرتې دي.

داسې اندېښنې شته چې ښايي سخت دریځې وسله وال د افغانستان څخه خپل فعالیتونه د منځنۍ اسیا دې هېوادونو ته پراخ کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc4pqsm2bqsp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته