دخپریدو نیټه :شنبه ۱ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۵۴
د مطلب کود : 150281
غزنی هغه ولایت چی د هیڅ یو لپاره لمړیتوب نه دی

د غزنی ولایت سیمه ایز چارواکی وایی چی ددی ولایت جغتوی ولسوالی پولیسو قوماندی سرپرست د پنجشنبه ورځ په سهار د جاده څنګ ماین چاودنی له امله ووژل سو.

دا د جغتوی ولسوالی پولیسو دریم قومانده دی چی د دوو میاشتو څخه په لږه مده کی د طالبانو له لوری وژل کیږی.

محمد زمان خوستی؛ د غزنی پولیسو قومانده ددی پیښی په قبلولو سره چی میراجان جعفری پرون سهار ۸:۰۰ بجو ووژل سو.

هغه د مهمند کوتل کی د جاده ای چاودنی له امله ژوند له لاسه ورکړ.

ددی څخه مخکی، سید منظور حسین او محمد اسحاق جلیلی؛ د جغتو ولسوالی نور قوماندانان هم وژل سوی وو.

په همدی حال کی، خالقداد اکبری؛ د غزنی ولایتی شورا غړۍ وویل چی په غزنی کی د پولیسو قوماندانانو او افسرانو تلفات، ددی ولایت والی مداخلی او سم نه مدیریت له امله دی.

اکبری زیاته کړه ترڅو چی د غزنی ولایت رهبری کی اساسی بدلون رانه سی، ددی ولایت امنیتی وضعیت خرابیږی او د ترروریستانو لاس به د تخریبی بریدونو لپاره خلاص وی.

امنیتی مسایلو کارپوهان هم حق دا غزنی ولایتی شورا غړۍ ته ورکوی. بیله شکه، د نظام دننی تروریستانو همکاری بغیر، د سیمه ایز پولیسو دری قوماندی ترور د دوو میاشتو څخه په لږ مده کی، د امکان وړنه دی.

له بل لوری، باید له یاده ونه باسو چی د جغتو ولسوالی، د غزنی امنو ولسوالی څخه دی. ددی سیمی خلګ، د دولت او امنیتی چارواکو سره، نږدی مرستی درلودلی دی. هغوی پر دولت باندی باور درلودلی دی او د تروریزم څخه نفرت او بیزاری کوی؛ خو ددی مدنی او سوله ایز رفتار ځواب د فاسد او سیمه ایز ناکارآمد حاکمانو له لوری، د خلګو پر حیاتی او لمړۍ اړتیاوو باندی سترګی پټول وو. تروریستان هم ددی فرصت څخه ګټه پورته کړی او خپل حضور د غزنی په دی برخه کی پراخ کړی دی.

اوس د کوتل مهمند معروف سیمه چی د جغتو او ناامنو ولسوالی لکه رشیدان ترڅنګ قرار درلودلی دی، د مرګ په یو معبر باندی بدل سوی دی. تروریستان د جاسوسانو په همکاری، په آسانی سره په دی سیمه کی، حضور پیدا کوی او د دولت کارکوونکی ترور وروسته، بیرته خپل امن ځای ته رسول کیږی.

سیمه ایز دولت کولای سی په آسانی سره ددی سیمی امنیت تامین کړی او امنیتی پوستو په درولو سره، د تروریستانو څخه استراتژیک او څیړنی برجونه ونیسی؛ خو همدا کوچنی پیښه نه رامنځته کیږی.

مشخص نه دی چی کوم حکمت او مصلحت شتون لری چی په کابل کی اداری او امنیتی حوزو سیاست ګذاران، تراوسه ولی دی نتیجی ته نه دی رسیدلی چی د غزنی خلګ هم د کلتوری، تاریخی او روښانه تمدن په درلودلو سره باید د باسواده او دموکرات او ښه مشرانو درلودونکی وی.

دا ښار څو کاله مخکی، د اسلام نړۍ کلتوری پایتخت په حیث ونومول سو؛ په داسی حال کی چی د هغه تروریست پرور او متحجر والیان، د لویو میلیونونو دالرو بودجو سره نه دی توانیدلی د غزنی ښار خاوری سیما او غمناکه شکل بدل کړی او د خلګو په ژوند کی بدلون راولی.

ددی ولایت ۱۱ نماینده ګان هم د نمایندګانو په مجلس کی معلوم نه دی چی په کوم کار مصروفه دی.

په دی حساب سره، غزنی هغه ولایت دی چی د هیڅ چا لپاره بیله تروریستانو لپاره چی نظام دننی او دباندی شتون لری، ارزښت نه لری.

https://avapress.com/vdcc4xqss2bqpi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته