دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 114461
جمهور رئیس غني خوست ولایت ته د غمشریکۍ سفر وکړ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د تېرې یکشنبې ورځې د ځانمرګي برید د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او فاتحې په موخه پرون له غرمې مخکې خوست ولایت ولاړ.
جمهور رئیس او ملګري پلاوي یې د خوست والي، په ملي شورا کې د خوست د خلکو استازو، دخوست قومي مشرانو، دیني علماو، د ولایتي شورا استازواو مدني فعالانوپه ګډون د وروستي ځانمرګي برید د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د شیخ زاید پوهنتون په جامع جومات کې د غمشریکۍ په غونډه کې ګډون وکړ.
جمهور رئیس غني د خدای تعالی په دربار کې شهیدانو ته د فردوس جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د بشپړې روغتیادعا وکړه او د خوست والي ته یې د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې لارښوونه وکړه.
د هېواد جمهور رئیس په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د پراخ ګډون، د خوست د نظم او امنیت د ساتلو، په عربي هېوادونو کې د باعزته کاروبار او د خوست پوهنتون د پاللو له امله د خوست له ولسونو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، د عربي هېوادونو پاچاهانو او امیرانو تل رانه مننه کړې، چې افغانانو په عامه او خوستوالو په خاصه توګه هیڅ وخت کوم امنیتي مشکل نه دی ایجاد کړی او ډېر باعزته کار یې کړی دی.
جمهور رئیس وویل، دا ځل د خوست د قربانیانو او شهیدانو کورنیو او مشرانو ته د تسلیت لپاره راغلی یم. دا د غمشریکي غونډه ده، بل ځل چې راغلم، بیا به پوره ورځ کاري غونډه او بحث ولرو.
د خوست والي حکم خان حبیبي، جمهور رئیس ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د غلام خان ترانزیتي لارې او د خوست د هوایي ډګر د جوړولو په اړه د خلکو وړاندیزونه جمور رئیس ته وړاندې کړل.
جمهور رئیس غني وویل، له پاکستان سره مو د غلام خان د ټرانزینټي لارې په اړه خبرې کړې دي، ځکه دا لاره هم لنډه ده او هم ارزانه. نوموړي زیاته کړه، زما طرحه داده ،چې ټول سرحدي ولایتونه به ترانزیتي شي او خوست د ټولو په سر کې دی. د انګور اډې په ترانزیتي لاره مو هم تمرکز دی.
جمهور رئیس د خوست د هوایي ډګر په اړه د خوست والي ته لارښوونه وکړه، څومره ژر چې د هوایي ډګر د قرارداد د شفافیت په اړه ډاډ راکړئ، نو همغومره ژر به هدایت ورکړم، چې د جوړولو کار یې پیل شي.
د هېواد جمهور رئیس د ارګ او جومات، حکومت او ولس په نږدې کولو کې د قومي مشرانو او دیني علماو رول مهم وباله او له خوستوالو یې هیله وکړه چې خپل منلي استازي او مشران ده ته ور معرفي کړي، څو په چارو او د سولې په هلو ځلو کې ورسره مرسته وکړي.
جمهور رئیس غني وویل، سوله د ټولو خلکو غوښتنه ده، په دې اړه مې اول ځل له پاکستان سره واضح خبرې وکړې، قاطع دریځ مو نتیجه ورکړه، لومړی ګام واخیستل شو او په راتلونکو اونیو کې نور ګامونه هم اخیستل کېږي. زموږ موخه پایداره سوله ده، خو دا کار په خبرو او چیغو نه کېږي، ټینګ عزم، اراده او اتفاق غواړي.
جمهور رئیس وویل، نړیوال او سیمه مې په دې قانع کړي چې افغانستان باید د ټکر نه، بلکې د ارامي ځای وي، اراده مو ټینګه ده، نو د خوست په مشرانو، دیني علماو، سیاسیونو، مدني فعالانو او ټولو غږ کوم چې د سولې بستر برابر کړي.
د خوست مشرانو له جمهور رئیس څخه خوست ولایت ته د ورتګ له امله د مننې تر څنګ له حکومت او د جمهور رئیس له پروګرامونو او د سولې له مذاکراتو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcce0qss2bqs08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته