دخپریدو نیټه :جمعه ۵ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۱۶
د مطلب کود : 143667
د افغانستان او مصر د ملي امنیت سلاکارانو د تروریزم د نظریاتي سنګرونو پر محوه کیدو خبرې وکړې
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر په روسیه کې د عالي رتبه امنیتي مسوولینو د اتم کلني کنفرانس د ناستو په لړۍ کې نن د پنجشنبې پر ورځ د مصر د ملي امنیت له سلاکار ښاغلي فایزه ابو النګا سره د دوه اړخیزو امنیتي او سیاسي همکاریو تر څنګ، د ترهګرۍ د فکري مرکزونو پر محوه کیدو خبرې وکړې.
په ناسته کې دواړه لوریو د افغانستان او مصر ترمنځ د اطلاعاتي، نظامي او امنیتي اړیکو د دوام او پراختیا په موخه خپل نظرونه تبدله کړل. دواړو لوریو د ترهګرۍ پروړاندې مبارزې په لاره کې د امنیتي او اطلاعاتي همکارۍ بنسټیز کیدل اړین و بلل.
په ناسته کې د ترهګرۍ د فکري او نظریاتي مرکزونو د محوه کیدو پر لارو چارو د پام وړ بحث وشو، دواړو خواو د تروریزم پر وړاندې د مشترکې مبارزې ترڅنګ د ترهګرۍ د تولید ایډیالوژیکي مرکزونه د سیمې او نړۍ له پاره ګواښوونکي و بلل او د تروریستانو د نظریاتي سنګرونو پر ویجاړیدو یې ټینګار وکړ.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د ترهګرو د نظریاتي سنګرونو د له منځه وړلو په برخه کې د مصر الازهر عملي مرکز رول د پام وړ و باله . نوموړي وویل، چې د الازهر عملي مرکز کولی شي، چې د نړۍ دیني عالمان د ترهګرۍ د فکر خلاف په مثبت ډول رهبري کړي.
په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ او خشونت باره بنسټ پالنې د له منځه وړلو په موخه دواړه لوري د سیمې او نړۍ د دیني عالمانو د یوه لوی کنفرانس پر جوړیدو هوکړې ته ورسیدل.
د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمدحنیف اتمر وویل، چې ترهګر او د دوی ملاتړي د اسلام د مبین دين له ارشاداتو څخه ناسمه ګټه پورته کوي، اسلامي ارشادات په ناسمو ادبیاتو او تفسیر سر خلکو ته رسوي او له دې لارې د خپلو ناوړه او انسان دښمنه کړنو له پاره توجهې پیدا کوي. ښاغلي اتمر د سیمې او نړۍ د دیني عالمانو د کنفرانس رابلل مهم و بلل.
د افغانستان او مصر د ملي امنیت سلاکارانو د امنیتي او سیاسي اړیکو د بهبود او دوام په موخه د یوبل هیواد ته د ورتګ بلنې ورکړې، دواړو لوریو په نیږدې راتلونکي کې اړوندو هېوادونو ته د سفر له پاره چمتوالی و ښود.
د مصر د ملي امنیت سلاکار په الازهر علمي مرکز کې افغان محصلانو ته د زیاتو فرصتونو له برابرولو سره هم موافقه وکړه.
د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار سره په دې سفر کې په منځنۍ اسیا او د قفقاز حوزې په هېوادونو کې د ولسمشر ځانګړی استازی ښاغلی شاکر کارګر او د ملي امنیت شورا دفتر د نړیوالو اړیکو او سیمه ییزو همکاریو عمومي رییس ښاغلی تمیم عاصي ملتیا کوي.
https://avapress.com/vdcce1qsm2bq0e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته