دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۳۲
د مطلب کود : 99656

د هانګ کانګ حکومت نن د ښار له واټونو د لاریونو ضد پولیسو د ایستلو اعلان وکړ.
دا د ډیموکراسي پلوو مظاهره کوونکو یوه عمده غوښتنه وه. د هانګ کانګ پر یوه حکومتي ویب پاڼه ویل شوي؛ د دې لپاره چې لاریون کوونکي غلي شوي؛ د لاریونوضد پولیس له واټونوایستل کیږي.
حکومت پر لاریون کوونکو غږ کړی چې؛ له کوڅو او واټونو ووځي.
رپوټونه وايي چې، د هانګ کانګ پولیسو پرون د لاریونکونکو د خورولو لپاره په وار – وار اوښکي بهونکی ګاز پاشلی دی.
په هانګ کانګ کې زده کوونکو د جمعې له ورځې راهیسې د زیاتې ډیموکراسۍ لپاره ستر لاریون پیل کړی او له حکومته غواړي چې؛ د ټاکنو د اصلاحاتو په اړه خبرې ورسره وکړي. دوی د ښاروالۍ د ټاکنو په اړه د پیکنګ د بندیزونو تازه پریکړه رد کړې ده. د هانګ کانګ د ښاروالۍ انتخابات په ۲۰۱۷ میلادي کال کیږي چې؛ هلته سابقه نه لري.
یوه ځوان مظاهره کونکي ویکتور چان نن رویټرز ته وویل: "زه دلته راغلی یم چې هانګ کانګ وژغورم. موږ تقلبي ټاکنې نه غواړو. موږ ریښتيني ډيموکراسي غواړو."

سرچينه : دصدای افغان خبری ازانس(اوا)
https://avapress.com/vdcceeqo.2bqop8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته