دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 63286
مالیې وزیر د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک په ناسته کې د ګډون څخه راستون شو
د افغانستان د مالیې وزارت او د افغانستان بانک د چارواکو یو ګډ پلاوي د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال په مشرۍ د پسو نړیوال صندوق او د نړیوال بانک په شپږ میاشتني ناسته کې د ګډون څخه وروسته له لاسته راوړنو سره راستون شو.
د دغه شپږ ورځني سفر په ترڅ د افغانستان د مالیې وزیر د پیسو نړیوال صندوق سره د پورونو د پراختیا په برخه کې د اسانتیاؤ د رامنځ ته کیدو، د ارزښت په زیاتوالي د مالیو پر قانون او د پیسو د پاکوالي د ضد پر قانون چې د افغانستان د کابینې له خوا تصویب شوی، خبرې وکړې. همدا راز د روان کال په بهیر کې د عوایدو د راټولولو باندې بحث وشو. د پیسو نړیوال صندوق سپارښتنه وکړه چې باید افغان حکومت په لاندې برخو کې په تدریجي ډول هدف ته ځان ورسوي.
۱. د عوایدو په برخه کې د اضافي کړنو او تدابیرو نیول
۲. د پیسو په چلند کې د اسانتیا له پاره د لګښتونو کمول
۳. له مرسته کوونکو سره جدي خبرې کول چې خپلې ژمنه شوې مرستې د کال په سر کې اجرا کړي
۴. د پیسو نړیوال صندوق د تیرو کلونو د غوښتنې په اړه کومه سپارښتنه نه لري.
مالیې وزیر ډاډ ورکړ چې په دې برخو کې کارونه تر کار لاندې دي او د ارزښت په زیاتوالي د مالیې قانون د کابینې د حقوقي کیمټې له خوا تصویب شوی دی.
څرنګه چې د عوایدو له پاره ۱۲۳ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی او په اوسنیو شرایطو کې ددې رقم ترلاسه کول ستونزمن دي، نو په کار ده چې د لوی اقتصاد جوړښت ته بیاکتنه وشي او کیدای شي چې د پیسو نړیوال صندوق استازي ددې موضوع په اړه د روان کال د مئ په میاشت کې افغانستان ته راشي.
د افغانستان د مالیې وزیر د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې او د استرلیا د نړیوالې مرستندویه ادارې له چارواکو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د تصدیو په پرمختیا، د انجینري خدماتو په پروګرام، د مدني ټولنې په ښه والي، د زده کړو د کیفیت په ښه والي او د پانګونې په مسایلو خبرې اترې وکړي.
همدا راز دوی د توکیو په کنفرانس کې د دوه اړخیز حساب ورکولو په اصل باندې ژمنه وکړه او دواړو خواوو په دې برخه کې ورته نظرونه درلودل. د مالیې وزیر د یولسو سفیرانو سره د لیدنې په اړه دوی ته معلومات ورکړل.
د نوموړو ادارو چارواکو وویل چې له افغانستان سره د پراختیایي مرستو په اړه د خپلو پارلمانونو له خوا تر سخت فشار لاندې دي. د ۲۰۱۴ کال وروسته ددې هیوادونو پارلمانونه د ښځو حقونو، بشري حقونو، د فساد د مخنیوي او نورو ټولنیزو برخو کې په مرسته کولو ټینګار کوي.
د افغانستان د مالیې وزیر د امریکا د پراختیایي ادارې سره د ستراتیژیکو هدفونو په تړونونو په اړه د خفګان په څرګندولو سره وویل چې دغه اداره د مالیې له وزارت سره مشوره نه کوي او خپل معلومات نه ورسره شریکوي.
ډاکټر زاخیلوال د افغانستان او امریکې د سوداګریزو خونو ګډ سمپوزیم ته چې (افغانستان د څلور لارې) تر عنوان لاندې جوړ شوی ؤ، خبرې وکړې. ده په خپلو خبرو کې د افغانستان په موقعیت باندې رڼا واچوله او افغانستان یې د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا ترمنځ د یو نښلونکي پله په توګه یاد کړ چې کولای شي د سیمې د هیوادونو د اقتصادي ودې او تجارت له پاره ډیر مهم رول ولوبوي.
ډاکټر زاخیلوال له نړیوال بانک او سهمدارانو سره د مرکزي آسیا څخه جنوبي آسیا ته د بریښنا د لیږد(CASA-۱۰۰۰) پروژې د تخنیکي برخو په اړه خبرې وکړې او ددې پروژې د برخه والو په ځانګړي ډول له پاکستان څخه غوښتنه وکړه چې ددې پروژې پر وړاندې د شته ستونزو په حل کې مرسته وکړي او ددې پروژې د پلې کیدو تړون ژر تر ژره لاسلیک کړي. ده د پاکستان د مالیې له وزیر سره په خبرو کې د تورخم- جلال اباد سړک د دویمې برخې د جوړولو او د ډیورنډ کرښې پر پوله د قاچاق په اړه خبرې وکړې او هیله یې څرګنده کړه چې دواړه لورې باید د قاچاق د مخنیوي له پاره یو له بله سره مرسته وکړي.
د پیسو نړیوال صندوق او د نړیوال بانک د سپرلي په دغو ناستو کې د اړونده هیوادونو د مالیې وزیران، مرکزي بانکداران، او د خصوصي سکتور اجرایوي او اکاډمیک غړي په واشنګټن کې راټولیږي او د نړۍ په مهمو اقتصادي مسایلو لکه د نړۍ اقتصادي حالت، د بې وزلۍ د کمولو، اقتصادي پرمختیا او د مرستو په اغیزمنتیا باندې د نظرونو تبادله کوي. ددې ناستې په لړ کې سمینارونو نیول کیږي. د سیمو په اړه معلومات ورکول کیږي، مطبوعاتي کنفرانسونه نیول کیږي او د نړیوال اقتصاد، نړیوال پرمختګ او د نړیوالو مالي مارکیټونو په اړه د پیښو څیړنه کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcceiqe.2bq148j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته