دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۰
د مطلب کود : 132461
د طالبانو رهبران او هغه پیغام چی نه دی لوستل سوی
د طالبانو یو مخکنی مقام د یو پیغام په لړ کی، ددی ډلی د رهبر څخه غوښتی دی چی طالبانو ته امر وکړی ترڅو پر عمومی نهادو او دولتی کارمندانو باندی حملی ودروی. د طالبانو دا مخکنی مقام ټینګار کړی دی چی باید جاسوسان د طالبانو د صفونو څخه لیری سی او د کویتی شورا، پاکستان پریږدی. سید طیب آغا؛ د طالبانو د غیر رسمی دفتر مخکنی مسؤول په قطر او ددی ډلی د مذاکره کوونکو څخه د هبت الله آخندزاده؛ د طالبانو د رهبر څخه غوښتی دی چی هغه طالبان چی د پاکستان د استخباراتو سره او نورو هیوادو سره مستقیم یا غیری مستقیم اړیکه لری باید وپیژندل سی او دطالبانو د صفونو څخه لیری سی. طیب آغا ویلی دی چی دخارجی استخباراتو سره اړیکه، طالبان شر او تباهی لوری ته بیایی. هغه په یو پیغام کی د طالبانو د اوسنی مبارزاتو او تشکیلاتو اساس تر پوښتنی لاندی راوړی دی او لیکلی دی چی ملا هبت الله باید خپل ځان امیرالمومنین ونه بولی؛ ځکه دهغه په خبره د امارت لپاره قلمرو ته ضرورت سته او دا په داسی حال کی دی چی د طالبانو رهبران په پاکستان کی حضور لری. کارپوهان وایی چی دداسی پیغام استول کیدل دداسی شخص پواسطه چی څو میاشتی مخکی د دطالبانو سره د سولی د مذاکراتو اصلی مسؤول په قطر کی وو او وروسته ددی چی د ملا عمر د مرګ خبره افشا سوه؛ د طالبانو رهبر او پایه ګزار، د طالبانو درهبرانو د قدرت د پټولو په اعتراض سره په قطر کی د غړیتوب څخه لاس واخیستل، کیدلای سی ددی واقعیت ښودونکی وی چی ددی ډلی رهبری، د ملا عمر د مرګ وروسته، په دی ډله کی د جدی او لویو مشکلاتو لامل ګرځیدلی دی او د طالبانو رهبران او سپاهیان، د خپل هدف لپاره په ټول توان سره تلاش کوی. د سید طیب آغا دا پیغام چی د طالبانو رهبرانو ته توصیه کړی دی چی عمومی اماکن او دولتی کارمندان تر حملی لاندی ونه نیسی او د پاکستان څخه لیری والی اختیار کړی، ددی شکاره کوونکی دی چی د ملا عمر د مرګ وروسته، ددی ډلی ځینی مهم او ارشد مقامات، حتی د هغه رویکردونو څخه چی دملا عمر په وخت کی دهغه څخه جدی حمایت کیدی او ټینګار پر کیدی، فاصله نیولی دی او ددی اصولو د اصلاح لپاره وتلی دی. دا تحول لوی او جدی د طالبانو په ډله کی بلل کیږی؛ هغه څه چی کیدلای سی ددی سازمان د مرګ لامل سی او کیدلای سی د ملا عمر د مرګ وروسته همدا لوی علت د طالبانو د مشکلاتو وی. خو دا پیغام، هغه لوی مثبت هیلی چی په کښی کی دی، تر اوسه نا لوستل سوی پاته وو. دا دکارپوهانو په باور په دا معنی دی چی تراوسه د طالبانو جنګ چی د خارجی استخباراتو سره اړیکه لری، د طالبانو دهمه جانبه رهبری او اصلی کانون باندی پراخ سلطه او نفوذ لری، او اجازه نه ورکوی چی په دی ډله کی د اصلاح او نقاد او چالش خبری ریشه پیدا کړی. دا پیغام او همداسی نور پیغامونه په دا ډول محتوا سره، احتمالآ نالوستل سوی پاتیږی او پاته به سی؛ لکه څرنګه چی ددی ډلی سره د افغانستان د سولی خبری تر اوسه نه دی بریالی سوی او کوم هیله رامنځته ته کړی. د پوهانو په باور، ترڅو چی د سولی حامیان او مدافع دولتونه د طالبانو او پاکستان ترمنځ فاصله رامنخته نه کړی، هیڅ تلاش په دی برخه کی کوم نتیجی ته نه رسیږی حتی تر هغه چی طالبان د امارت د قلمروپه ایجادولو قادر نه سی تر څو د امیرالمومنین لقب ددی رهبر په برخه سی.
https://avapress.com/vdcceiqss2bq108.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته