دخپریدو نیټه :شنبه ۹ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۳۳
د مطلب کود : 107667
افغان حکومت درې ورځې ملي ماتم اعلان کړ
پرون د پنجشېر د غميزې په اړه د کابينې په فواق العاده غونډه کې سر له ننه په ټول هېواد کې د درې ورځو لپاره د ملي ماتم اعلان وشو.
د افغانستان په ځينو سيمو کې د دومداره واورو او واورې ښویېدلو له کبله ګڼ شمېر خلک وژل شوي او کورونه يې له منځه تللي دي. د دې طبيعي حوادثو له کبله تر ټولو زيات زيان پنجشېر ولایت ته رسېدلی دی.
په تیرو درو لسیزو کې دا په پنجشیر کې ترټولو ناوړه طبیعي حوادث ګڼل کیږي. په دې ولایت کې د واورو ښویېدو له امله شا او خوا ۲۰۰ کسان مړه شوي دي؛ خو د تلفاتو شمېر ممکن له دي هم زیات وي.
ولسمشر محمد اشرف غني، له هغه وروسته چې په پنجشېر ولايت کې د واورو له امله خلکو ته ځاني او مالي زيانونه واووښتل؛ دې ولايت ته سفر کړی.
ولسمشر غني د جمعې په ورځ په دې ولايت کې د مصيبت ځپلو خلکو څخه د لیدنې پر مهال وويل؛ د وزيرانو شورا يې په همدې خاطر راوغوښته چې ټولو وزارتونو ته د تيار سئ حکم ورکړي او د دې تر څنګ يې هوايي قواوو ته حکم کړی چې د هوا له لارې په پنجشېر ولايت کې مصيبت ځپلو ته مرستې وروغورځوي.
ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وويل چې دا مصيبت د ټولو افغانانو دی او ټول افغانان دا درد حس کوي. ولسمشر غني زياته کړه چې زموږ ژمنه دا ده چې د بنجشېر بيارغونه په داسې ډول وشي چې نه يوازې له دې اوسني غمه بلکه له پخواني مصيبتونو څخه هم خلک تسکين تر لاسه کړي.
ولسمشر همداراز وويل چې شل میليونه افغانۍ به فوراً د شهيدانو په کورنيو او ټپيانو کې ووېشل شي:
"د نړيوالو قواوو د انجينرۍ يوه ټيم ته مو مسووليت ورکړی دی چې په بشپړه توګه وضعيت وارزوي. سيند هم ارزيابي کړي، تر څو موږ وکولی شو د سېلاب مخکې اقدامات ونيولی شو."
ولسمشر د پنجشېر له والي څخه وغوښتل چې د مرستو لپاره نور ترکيبونه ونيسي؛ تر څو يوه ذخيره هم حضور ولري. له دې ذخيرې څخه به وروسته د مځکې له لارې مرستې انتقاليږي ځکه چې د ولسمشر په وينا؛ دا کورنۍ به په راتلونکي کې دوامداره ستونزې لري.
د ملي ماتم لپاره اعلان شويو درو ورځو پر مهال به په ټول هېواد او په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان په سفارتونو او سیاسي نماینده ګیو کې د هېواد بیرغ نیم ځوړند وي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccemqsm2bqxe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته