دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 98936
د کونړ په غازي اباد کې درې مخالفین وژل شوي دي

د کونړ چارواکي وایې، په غازي اباد ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې د وسله والو طالبانو په حمله کې درې مخالفین وژل شوي او دوه افغان سرتیري ټپیان دي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند هارون یوسف زي آزادی راډیو ته وویل، چې دغه پيښه نن سهار وختي و شوه او لا هم نښته دوام لري.
د یو بل خبر له مخې، چارواکي وایي وسله والو تیره ورځ د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې شپږ تنه پولیس ووژل.
د هرات د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسول عبدالروف احمدي له ازادی راډیو سره په خبرو کې دا پيښه تایید کړه خو ویې ویل، چې په متقابلو ډزو کې اته وسله وال مخالفین هم وژل شوي دي.
اخوا په بادغیس کې هم چارواکي وایي، وسله والو تیرماښام د سړک جوړونې د یوه شرکت یو ساتونکی وژلی او یو افغان انجینیر یې  ټپي کړی دی.
قاري یوسف احمدي چې د طالبانو ویاند دی، د پيښې مسولیت منلی او ادعا کوي چې درې امنیتي ساتونکي یې وژلي او دوه ساتونکي له یوه انجینیر سره ټپيان شوي دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcceoqo.2bq418j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته