د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
طالبانو د خپلو نفوذي کسانو په مرسته تېره شپه د دغه ولایت د انګور باغ د قزاق په اړوند سیمه کې ویده سرتېري یو یو پر ډزو وژني او وروسته یې له کانتینر سره په اور کې سوځوي.
سیمه ییز پولیس وایي، پېښه تېره نیمه شپه د انګور باغ د قزاق سیمه کې را منځته شوې او طالبانو د پولیسو ټولې وسلې او تجهیزات له ځان سره وړي دي.
د وژل شوي پولیس زوی محمد فرید پر حکومتي مسوولینو نیوکه کوي او ادعا کوي، چې د دې پوستې قومندان له وړاندې له طالبانو سره اړیکه درلوده.
د وژل شوي پولیس خپلوان محمد رووف څرګندوي، د سهار اووه بجې د وژل شویو کسانو مړي روغتون ته انتقال شوي؛ خو هیڅ حکومتي مسوول د غمرازي لپاره روغتون ته نه دی ورغلی.
مخکې له دې د کندوز والي د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د طالبانو پر نفوذ اندېښنه ښکاره کړې وه.
تېره میاشت د کندوز په زاخېل سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو شپږ سرتېري د طالبانو د نفوذي کسانو لخوا وژل شوي وه.
طالبانو تر دې دمه د پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.