دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۰۰
د مطلب کود : 114821
بغلان: په ده صلاح کې د غیرمسولو وسله والو ترمنځ نښته کې ۱۷تنه وژل شوي
د بغلان امنیتي چارواکي د دې ولایت په ده صلاح ولسوالۍ کې د غیرمسولو وسله والو ترمنځ نښته کې د لږترلږه اولسو کسانو د وژل کیدو خبر ورکوي.

د ده صلاح ولسوالۍ امنیه قومندان ګلستان ازادي راډیوته وویل چې په دغه نښته کې چې تیره شپه په یوه واده کې رامنځ ته شوه، شپږ تنه نور ټپیان شول.

د هغه په خبره اکثره وژل شوي ولسي وګړي دي.

خو د ده صلاح ولسوالۍ د پراختیایي شورا ریس حاجي رحم خدا د تلفاتو شمېرلوړ ښیي او وایي چې په دې نښته کې پنځه ویشت تنه وژل شوي دي.

له سیمې د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې په دغه ولسوالۍ کې له دې مخکې هم د غیرمسله وسله والو ترمنځ خونړۍ نښتې شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcci0qss2bqs48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته