دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۱۷
د مطلب کود : 95362
د کابل په ارزان قیمت سیمه کې چاودنې د جمهوري ریاست دوه مامورین وژلي
د کابل امنیې قومندانۍ وایي، چې د دولسمې امنیتي حوزې اړوند د ارزان قیمت په سیمه کې د چاودنې له امله د جمهوري ریاست دوه مامورین وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل؛ چې دغه چاودنه نن سهار ۷ نیمې بجې د جمهوري ریاست د مامورینو په یوه فلنګوچ موټر شوې ده.
ستانکزي وویل، چې چاودنه د ریموت کنټرول ماین له امله شوې او زیاته یې کړه؛ چې وژل شوي او ټپيان د جمهوري ریاست مطبوعاتي او نور خدماتي مامورین وو.
په دې پیښه د ملي راډیو ټلویزیون ویاند او د جمهوري ریاست د مطبوعاتو کارکوونکی سنګر نیازی هم سطحي ټپی شوی دی.
د دې چاودنې مسوولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcci1qo.2bqpe8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته