دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۲۸
د مطلب کود : 113525
د افغانستان د مالیې وزیر د سلو ورځو کاري پلان د رسنیو له لارې له خلکو سره شریک کړ
د افغانستان د مالیې وزیر جناب اکلیل حکیمي نن د مالیې وزارت د سلو ورځو کاري پلان د رسنیو له لارې له خلکو سره شریک کړ.
په یاد پلان کې د مالیې وزارت د ورځنیو کارونو څخه پرته څه د پاسه اویا ۷۰ برنامې شتون لري چې په بودجې، خزاینو، عوایدو، ګمرکونو، پالیسیو او مالي او ادارو چارو پورې اړه لري.
مالیې وزیر له فساد سره جدي مبارزه، بنیادي اصلاحات، شفافیت، ژمنتیا او تخصص د وزارت له لومړیتوبونو څخه وګنل چې په دې برخو کې د لا بهبود له پاره دوامداره کار کوي. ده وویل چې په مالیې وزارت کې استخدام به د تجربې، تخصص او وړتیا له مخې ترسره کیږي.
د مالیې وزیر یادونه وکړه چې د دغه وزارت مالي چارې به د اوصولو او منل شوو معیارونو سره سمې عیارې کړي او د بشري ځواک د رامنځ ته کولو، د پالیسیو د پلې کولو او د اصلاحاتو راوستو په برخو کې به جدي ګامونه پورته کړي. همدا راز د بودجې جوړول به ملي ګتو او اړتیاؤ ته په پام سره د برنامو پر اساس د درې کلونو له پاره ترتیب کړي او د ولایتي بودجې جوړول به هم رامنځ ته کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcci1qsp2bqsp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته