دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۲۲
د مطلب کود : 94822
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي په ختيځ بيت المقدس کې د اسراييلي پوليسو په توقيف کې پر يوه فلسطيني الاصله امريکايي ځوان د زورزياتي له امله سخت خواشيني دي.
د فلوريدا ايالت ۱۵ کلن زلمی طارق خضير د ۱۶ کلن محمد ابو خضير د تره زوی دی چې څو ورځې وړاندې په ناڅرګند ډول وژل شوی و.
د ابو خضير وژنې د فلسطينيانو او اسراييليانو ترمنځ اړيکې ډېرې ترينګلې کړې.
اسراييلي چارواکي وايي د دغې پېښې په اړه پلټنې کوي.
اسراييلي پوليس وايي طارق خضير د هغو کسانو په ډله کې و، چې اسراييلي چارواکو ته يې سپکې سپورې ويلې.
خو د طارق کورنۍ دا ردوي چې ګواکې زوی يې د هغو کسانو په منځ کې و، چې اسراييلي چارواکو ته يې سپکې سپورې ويلي.
خضير سوځول شوید هغه فلسطینی هلک په اړه چې په ختیځ بیت المقدس کې ووژل شو د عدلي طب د څیړونو په پایله کې د فلسطیني لوی څارنوال له خولې ویل شوي چې محمد ابو خضیر "ژوندی سوځول شوی."
د محمد عبدالغني عویوي له خولې ویل شوي چې محمد ابو خضیر په اور د سوځولو له امله مړ شوی دی.
د ابو خضیر د مړینې په اړه د عدلي طب څیړنې د اسراییلي ډاکټرانو له خوا د فلسطین د عدلي طب د مشر صابر علول په حضور کې ترسره شوې دي.
د فلسطینیانو رسمي خبري آژانس وفا د لوی څارنوال له خولې ویلي چې ښاغلي علول رپوټ ورکړی چې د ابو خضیر په ستوني کې ایرې ولېدل شوې چې د هغه د ژوندي سوځولو په مانا ده.
په رپوټ کې ویل شوي چې د محمد ابو خضیر بدن ۹۰ سلنه سوځېدلی و او په سر کې یې هم ټپونه لرل.
دغه موندنې په رسمي توګه نه دې خپرې شوې او اسراییلي چارواکي وايي چې د ۱۶ کلن ابو خضیر د مړینې لامل څرګند نه دی.
محمد ابو خضیر وروسته له هغه وتښتول شو چې درې تنکي اسراییلي هلکان تر ورکېدو وروسته د جون په ۳۰ نیټه مړه وموندل شول او د تېرې چهارشنبې په ورځ یې جنازې وشوې.
د محمد ابو خضیر کورنې ګومان کوي چې هغه د اسراییلي هلکانو د وژل کېدو په غچ کې وژل شوی دی.
د ابو خضیر د وژل کېدو له امله د اسراییلو په بېلا بېلو برخو کې تاوتریخوالی وټوکېد.
د جمعې په ورځ د محمد ابو خضیر په جنازه کې چې په ختیځ بیت المقدس کې وشوه په زرګونو کسانو ګډون وکړ.
له جنازې مخکې او وروسته لسګونو فلسطیني ځوانانو له اسراییلي پولیسو سره شخړې وکړې.
دغې شخړې د شپې هم روانې وې او په اسراییلو کې د عربانو د اوسیدو سیمو ته هم وغځېدې.
د اسراییلي پولیسو ویانده وايي چې احتجاج کوونکو ټایرونو ته اور اچولی و او پر پولیسو یې د تېږو ګوزارونه کول چې په ځواب کې یې پولیسو اوښلن ګاز وکاروه.
پولیسو ویلي چې په دې تړاو ۲۰ کسان نیول شوي دي.
رپوټونه وايي چې له اسراییلي پولیسو سره په شخړو کې ۵۰ فلسطینیان او ۱۳ پولیس ټپیان شوي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcci4qo.2bq0i8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته