دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 108927
۶ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې ننګرهار،تخار،کندز،فاریاب،سرپل،کندهار،غزنی،هرات،فراه او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۶ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، ۴ تنه ټپیان او ۳ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،یوه کړۍ ماین چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د لغمان ولایت په اړونده سیمې کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شو.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcci4qsm2bqxo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې