دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 156023
د عطا محمد نور او حکومت لانجې او بلخ ته د کورنیو چاررو وزیر ناڅاپي سفر

په داسې حال کې چې د ملي یووالي حکومت او د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور ترمنځ د بلخ ولایت د مشرتابې پر سر لانجې روانې دي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک تېر ورځ ناوخته په یوه ناڅاپي سفر بلخ ولایت ته سفر ورسېد.

د بلخ  والي عطا محمد نور په یوه بیان کې لیکلي، چې له ښاغلي برمک سره د کتنې په ترڅ کې د هېواد د روان امنیتي حالات، په شمال کې د وروستيو تحولاتو، په خاصه توګه د بلخ ولایت په اړه بحث او خبرې کړې دي.

نوموړی په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل او د کورنیو چارو وزارت هم تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې ارګ ماڼی کابو درې اونی مخکې اعلان وکړ چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ والي عطا محمد نور استعفا منظور کړی دی.

د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس له دې وړاندې ویلي وو چې د ملي یووالي حکومت مشران نه شي کولې دی له دندې ګوښه کړي او د بلخ د والي په توګه خپل کار ته به ترهغه دوام ورکړي چې د جمعیت اسلامي ګوند په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي.

بلخوا د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي دا اداره مکلفه ده چې د بلخ ولایت لپاره د نوی والي د معرفي په هکله د ولسمشر غني حکم پلی کړي.

د یاد ادارې چارواکي وایي، د بلخ ولایت په هکله د ولسمشر غني د حکم د عملي کولو لپاره کار جریان لري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccieqs12bqpx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته