د هیواد کندهار ولایت څخه رپوټونه وايي، د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله څلور کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
پيښه نن سهار دغه ولایت دامان ولسوالۍ اړوند سیمه کې هغه وخت را منځته شوه، چې د ملکي کسانو موټر ورسره ټکر وکړ.
د قندهار والي ویاند صمیم خپلواک وايي، د پيښې وژل شوي او ټپيان ملکي کسان دي.
تر اوسه د پيښې پړه کوم کس یا ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
سرچينه : خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل