د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د ناتو ماموریت په خبرپاڼه کې راغلی دی چی دا اووم خاص ماموریت وو چی د سنګین ولسوالی فیض الله خان سیمه کې صورت ونیو.
ددی ګزارش په اساس، د لنډ برید وروسته د طالبانو سره قطعه د سیمی څخه تیښته کړی او په دی ماموریت کې ۴۸۸ کیلوګرامه خان چاودیدونکې توکی، ۱۵ موشک، ۲۲ لاسی بمونه او ځینی نور مهمات کماندو ځواکونو لاسته ورغلی دی.
د خبرنامه په اساس، ملا شاه ولی د طالبانو سره قطعی پخوانۍ قومانده په هلمند کې د سږ کال قوس په لسمه د موسی قلعه په ولسوالی کې ووژل سو. شاه ولی په مستقیم توګه په هلمند کې د طالبانو تجهیز او بریدونو هماهنګی مسؤول وو.