د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولایت چارواکي زیاتیوی، چې افغان امنیتی ځواکونو دیاد ولسوالۍ وروسته له طالبانو ونیوه.
د یاد ولایت د والي ویاند عمر ځواک ویلی دی، چې د هلمند ولایت د ناوی ولسوالۍ ۹ میاشتې وړاندې وسله والونیولې وه.
هغوی وایی، چې ناوی ولسوالۍ د دوشنبې په ورځ د افغان ځواکونو لاسته ولوېده.
نوموړي ویلی دی، چې د ناوی ولسوالۍ د بیرته نیولو عملیات د خالد صفر ۴ په نوم دوه ورځې وړاندې پیل شوي وو.
د هغوی په وینا، ملکي کسانو ته په دې عملیاتو کې زیان نه دی رسېدلی.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلی.