دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۴۰
د مطلب کود : 99782

له امریکا سره د امنيتي تړون د لاسلیکېدا په اړه د بهرنیو اډو پر ضد د ملي یووالي جبهې خبرپاڼه د امنیتي تړون د لاسلکېدا غندنه .
د «بهرنیو اډو پر ضد د ملي یووالي» جبهه د افغانستان د نوي حکومت له لورې د امریکا له متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون ناندریز لاسلیک په کلکو ټکو غندي. د افغانستان اوسني حکومت  چې  دامريکا په خوښه د ملت د رايې په خلاف منځته راغلی، د دوو سیاسي اړخونو د سیاسي جوړجاړي له لارې واک ته رسېدلی، د دغسې ننگین تړون لاسلکېدا به په هېڅ ډول ولسي ملاتړ ترلاسه نه شي کړای. افغان ولس پخوا هم دغسې د بهرنیانو له خوا تپل شوي ننگین تړونونه نه دي منلي او نه به یې اوس ومني. د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان پخوانیو حکومتونو هم له پردیو سره دغه وړ تړونونه لاسلیک کړي دي چې د افغان ولس مخالفت او مقاومت مات کړي او یوازې د کاغذونو پر مخ پاتې شوي دي. دا تړون هم د پخوانیو تړونونو بله کړۍ ده چې ولس یې نه مني.
په دومره بيړه د دې تړون لاسلیکېدا ښيي چې دا د پردیو له خوا پر افغانانو تپل شوی کار دی. له امریکا سره امنيتی تړون هېڅ ډول حقوقي، اسلامي او سیمه ییز مشروعیت نه لري. دا تړون د امريکا د خوښي افغان حکومت  له خوا له یوه داسې اړخ سره لاسلیکېږي، چې له تړونه مخکې دلته پراخ نظامي حضور لري. اوسنی تړون به افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو او سیمه‌ییزو لوبغاړو د رقابتونو قرباني کړي. 
د بهرنیو اډو پر ضد د ملي یووالي جبهه د دې تړون لاسلیکېدا د افغانستان د سولې او ملي روغې جوړې د بهیر پر مخ یو کلک گوزار گڼي. د غه تړون لاسلیکېدا د ولسمشر د لوړېد ورځې د هغې وینا نقض دی چې پر وسلوالو مخالفینو یې ږغ وکړ چې «سیاسي مذاکراتو ته دې اماده شي». کله چې دا تړون لاسلیکېږي، چې په پایله کې به یې په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو حضور لس کاله نور هم اوږد شي، د جگړې لا تېزېدا او د بې‌گناه افغانانو وينې تويېدا ته زمینه برابروي.
د بهرنیو اډو پر ضد د ملي یووالي جبهه   د خپل ازاد او خپلواک افغان ولس  د امنيتي تړون د مخالفت ږغ د نړۍ خپلواکو ملتونو ته په سوله‌ییز ډول سره او ددغه ملت مشروع غوښتنې له مشروعو لارو رسوي.  او په افغانستان کې د سولې او امنیت په راوستلو ټینګار کوي، او امنيتې تړون د سولې په لاره کې يو غټ خنډ ګڼي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccimqo.2bqo48j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته