د ملی یووالي حکومت اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله چې نن(دوشنبه د غبرګولي۲۴مه) یې د وزیرانو شورا په ناسته کې خبرې کولې، هغه نښټې چې په تورخم سیمه کې د پاکستاني ځواکونو لهخوا د تاسیساتو جوړولو پرسر رامنځته شوې، وغندلي او زیاته یې کړه چې دغه نښته د پاکستان لهخوا د اوبند غوښتنې سره پایته ورسېدې.
په دې برید کې یو افغان سرتېری ووژل شو او ۶ نور ټپیان شول.
له بلېخوا، د هېواد په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو د ارکانو مشر محمد ایوب حسینخیل وایي چې دغه نښتې تېره شپه (یکشنبه د غبرګولي۲۳مه) ۹:۱۵ پیل شوې او ۷ ساعته یې دوام درلود.
ده زیاته کړه، نښته هغهمهال پیل شوه چې پاکستاني پولهساتي تورخم سیمه کې د تاسیساتو هڅه کوله او افغان ځواکونو یې مخنیوی کاوه.
په همدې حال کې، پاکستاني چارواکي نښته کې د دوه پاکستاني سرتېرو ټپي کېدل مني.
اجرائیه رئیس د پاکستان لهخوا د تاسیساتو جوړول د پخوانیو هوکړو خلاف بولي او زیاتوي چې په دې اړه د نړیوالو قوانینو پر اساس خبرې شوې وې.
عبدالله زیاته کړه:"موږ په دې برخه کې د دیپلوماتیکو لارو څخه خبرې کړې دي، خو پاکستان دغو پرېکړو باندې عمل ونکړ."
دی وایي چې پاکستاني ځواکونو غوښتل د تورخم دروازې شاوخوا تاسیسات جوړ کړي چې افغان ځواکونو یې مخنیوی وکړ او پاکستاني ځواکونو هم ورباندې ډزې وکړې.
بله بلېخوا، دی د امریکا برید په اړه هم خپله خواشیني څرګنده کړه ویي ویل:"په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ا مریکا فلوریدا په اورلاندو سیمه کې د امریکا ۵۰ بې دفاع کسان په ترهګریز برید کې ووژل شول او کابلو ۵۳ تنه نور ټپيان شول."
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس همداراز څرګنده کړه":افغانستان د هغه هېواد په توګه چې د ترهګرۍ او ورانکارۍ سره د مبارزې لومړی قرباني دی، د دغه جنایت پر درد پوهېږي. ترهګري د انسانانو دښمن په توګه کوم مذهب، دین، قوم او نژاد نه بېژني. دوی د انسانیت او ټولو ارزښتونو دښمنان دي او د جنایت، قتل، غارت او تاوتریخوالی بل پیغام نلري".
عبدالله څرګنده کړه":دغه ډول بریدونه موږ دې ته پام کوي چې ترهګري یوه نړیواله ښکارنده ده او نړیوالې همکارۍ ته یې مبارزه اړتیا لري".
ده وړاندې وویل":د افغانستان ملي یووالي حکومت سره له دې چې دغه برید غندې، ځان د امریکا متحده ایالاتونو په غم کې شریک بولی او چمتو دی چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له دغه هېواد سره همکاري وکړي".