دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 119628
د ملي امنیت سلاکار په کابل کې د ناتو له ملکي استازي سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د پنج شنبې پر ورځ د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ناتو د ملکي استازي ښاغلي اسماعیل اراماز سره وکتل.

په دې لېدنه کې بروکسل ته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار د وروستي سفر پر پایلو، د ناتو سازمان غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کنفرانس او همدارنګه له افغانستان سره د ناتو د اوږدمهاله همکاریو په اړه خبرې وشوې.

د ناتو سفیر بروکسل ته د ملي امنیت سلاکار وروستی سفر کامیاب وباله او ډاډ یې ورکړ، چې ناتو له افغانستان سره د اوږدمهاله امنیتي همکاریو پر ژمنو ولاړ دی.

د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ترهګرۍ د ځپلو لپاره تجهیزاتو ته اړتیا لري او د ناتو همکاري به په دې برخه کې د تل په څېر ګټوره ثابته شي. د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې له افغانستان سره د ناتو دوامداره همکاري به په سیمه کې د ثبات له ټینګښت سره مرسته وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccioqs42bqse8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته