دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۵۶
د مطلب کود : 139626
له اتو اسلامي هېوادونو په الوتنو کې د الکترونیکي توکو لېږد منع شو
امریکا متحده ایالتونو او برېټانیا نور اتو اسلامي هېوادونو وګړو ته په الوتنو کې اجازه نه ورکوی چې د ګرځنده ټلفون پرته د لپ‎ټاپ، آی‎پد او نورو الکترونکي له ځانه سره ولېږدوي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د دې هېوادونو امنیتي چارواکو اعلان کړی دی چې دا پرېکړه یې د ترهګریزو ګواښونو مخنیوي لپاره کړې، ښايې یو شمېر کسان په دې توکو کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي.
دوی ویلي دی چې د سفر پر مهال باید خپل الکترونیکي توکي د الوتکې باروړنې برخې ته وسپاري.
د منځني ختیځ او یو شمېر افریقايي هېوادونه په دې ډله کې راځي.
امریکا له ترکیې، عربستان، اردن، مصر، کویټ، مراکش، قطر او اماراتو هېوادونو پر الوتنو دا بندیز لګولی دی، او ترڅنګ یې بریټانیا بیا پر ترکیه، لبنان، اردن، مصر ټونس او سعودي عربستان.
د امریکا او بريټانیا څارګرو ادارو ویلي دي چې د القاعدې ډلې یو شمېر غړي هڅه کوي چې په نوښت سره چاودېدونکي توکي په الکترونیکي توکو کې ځای پر ځای کړي.
د لیږد راليږد یو تن کارپوه، هنري امریکاي او اروپايي رسنیو ته وویل:«داسې اندېښنې شته چې ترهګر پرمختللي ټکنالوري په واک کې لري او هڅه کوي چې له لارې یې کمپوټرونو او الکترونیکي توکو کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي.»
په همدې حال کې په دې نوملړ کې د شاملو هېوادونو اوسېدونکي پر دې پرېکړې نیوکه کوي.
له منځني ختیځ څخه، محسن علي څرګندوي:«د دیو شمېر هېوادونو وګړو پر وړاندې امنیتي تابیاوې نیول کېږي، خو نور په دې کې نه دي شامل. په الوتکه کې د بيلابیلو هېوادونو اوسېدونکي دي او که اوغواړي کوم کار وکړي نو په نورو لیکو کې یې هم کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او بریټانیا ته ډېر شمېر کسان چې سفر کوي پر سوداګرۍ بوخت دي چې دې پرېکړې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
https://avapress.com/vdccioqse2bq1e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته