دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 139329
عطا محمد نور له خپلو ملاتړیو بښنه وغوښته، چې د ده په وینا یې عبدالله ته رایې ورکړي
د بلخ والي عطا محمد نور د مارشال محمد قسیم فهیم د درېیم تلین په مراسمو کې له خپلو هغو پلویانو بښنه وغوښته، چې په وینا یې د ده په خوله یې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې اجرائيه رییس عبدالله عبدالله ته رایې ورکړې دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د بلخ والي نور وايي، چې عبدالله د خپلې څوکۍ ساتلو په سر معاملې کوي.
د نوموړي په وینا؛ د خلکو سرښندنې د هغه چا پښو ته واچول شوې، چې د امانت دارۍ ځواک او وس یې نه لره.
ده ویلي، چې له ارګ سره د جمعیت اسلامي خبرې رواني دي او د کب میاشتې تر پایه به یې پایلې څرګندې شي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس د بلخ والي عطا محمد نور یې تر نیوکو لاندې نیسي.
د حزب جمعیت او ارګ خبرې د بلخ والي او اجرائیه رییس تر منځ له ناندرو وروسته هم روانې وې. اوس ویل کیږي، چې پیایلې به یې د کب (حوت) تر پایه په ډاګه شي.
عطا محمد نور ټينګار کوي، چې په راتلونکیو ټاکنو کې به د هغه د معاملو پر خلاف په ټاکنو کې ودریږي.
ولیدل شي، چې ښاغلی عبدالله عبدالله به د بلخ والي د څرګندونو او له ارګ سره د خبرو د پایلو په اړه څه غبرګون وښیي.
https://avapress.com/vdccioqso2bq118.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته