دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۳۵
د مطلب کود : 105623
د کورنیو چارو وزارت په لوړ پوړو چارواکو د ډله ییز او ځانمرګي برید مخه ونیول شوه
یوې ۵ کسیزي ترهګری ډلي چې هوډ درلود تر څو د کورنیو چارو وزارت په لوړپوړو چارواکو باندې ډله ییز او ځانمرګی برید ترسره کړی، چې له نیکه مرغه خپلې ناوړې موخې ته له رسیدو د مخه د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو لخوا له چاودیدونکو وسایلو، ۲ میله تفنګچو، ۲۰ عدده لاسی بمونو او ۲ جوړو پوځي یونیفورم سره یو ځای د کابل ښار د اتمی ناحیی له اړوندو سیمو څخه ونیول شول.

نیول شویو کسانو پلان درلود تر څو د امنیتی ځواکونو د یونیفورم، جعلی کارتونو او یو عراده زرهی ډوله موټر په واسطه د کورنیو چارو وزارت ته ننوځي او د کورنیو چارو وزارت د رهبری د جلسي پر مهال د ۳ تنو ځانمرګو بریدکوونکو په واسطه ډله ییز او ځانمرکی برید ترسره کړی.

نیول شویو کسانو هر یو:

- نصرت الله د نوراحمد زوی، چې اوس مهال د پیښور په بورد سیمه کې هستوګنه لری او د اسلام آباد پوهنتون محصل او د یاد برید سازمان ورکوونکی.

- عصمت الله د جنت گل زوی، د ځانمرګو بریدکوونکو ساتونکی.

- نظام الدین د امیرگل زوی، ځانمرګی برید کوونکی.

- عزیزالرحمن د فضل رحمن زوی، ځانمرګی بریدکوونکی.

- نظرمحمد د خیرمحمد زوی، ځانمرګی بریدکوونکی.

د لومړنیو څیړنو پر مهال په خپل جرم اعتراف کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccipqs12bqxe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته