دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۰۷
د مطلب کود : 89062
بانکي مون د قدرت د انتقال لپاره د افغانستان انتخابات تاريخي او مهم ګام بللى
د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون افغان راى ورکوونکو ته د وري يا حمل د شپاړسمې نېټې په انتخاباتو کې د ګډون له کبله مبارکي وويله.
ښاغلي مون په يوه بيان کې په لومړي ځل په ډيموراتيکه توګه د قدرت د انتقال لپاره د افغانستان دغه انتخابات تاريخي او مهم ګام بللى دى.
بانکي مون وويل، رايه ورکوونکو د ګواښونو او خطرونو پروا ونه کړه او د تاوتريخوالي عاملانو ته يې پيغام ورکړ؛ چې ګټونکي به نه وي.
د وسله والو طالبانو له ګواښونو سره - سره د انتخاباتو پر شرايطو د برابرو ١٢ مليونو کسانو له ډلې نژدې اووه مليونه کسانو په انتخاباتو کې برخه واخيستله.
د انتخاباتو خپلواک کميسيون وايي؛ په انتخاباتي مرکزونو کې د رايو شمېرل پای ته رسېدلی او لومړني نتايج به ډېر ژر اعلان شي.
https://avapress.com/vdccixq4.2bqoe8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته