دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۰
د مطلب کود : 100727
جمهور رئیس احمدزی: له ملي یووالي پرته د دې خاورې ساتل ګران کار دی
د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د کندهار، ارزګان، هلمند او زابل ولایتونو له یو شمېر مشرانو او مخورو سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې پرون شپه په ارګ کې ترسره شوه، حاجي نعمت الله خان شېردلي د غونډې د ګډون کوونکو په استازیتوب خبرې وکړې او د افغانستان د منتخب جمهور رئیس په توګه د ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د ټاکل کېدو له امله یې هغه ته مبارکي وویله.
د کندهار، ارزګان، هلمند او زابل ولایتونو مشرانو په تېرو شلو ورځو کې دجمهور رئیس احمدزي لخوا ترسره شوي کارونه وستایل او ډاډ یې ورکړ چې د دغو ولایتونو خلک د خپل منتخب جمهور رئیس له اقداماتو څخه ملاتړ کوي او په قوي هوډ د هغه ترڅنګ ولاړ دي.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي په انتخاباتو کې د کندهار، ارزګان، هلمند او زابل د خلکو له پراخ ګډون څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې د دغو ولایتونو خلکو په تېره یوه لسیزه کې ډیرې قربانۍ ورکړي دي، ګڼ شمېر مشران او دیني عالمان یې د افغانستان د خلکو د دښمنانو لخوا شهیدان شوي دي.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي وویل چې افغانان باید یو او بل ومني او د اتفاق او اتحاد له لارې خپل هېواد آباد کړي. ده څرګنده کړه چې د افغانستان خلکو په انتخاباتوکې خپل اتفاق ثابت کړ او اوس د دغه اتفاق او اتحاد ساتل ضروري دي.
د افغانستان جمهور رئیس ټینګار وکړ چې له ملي یووالي پرته د دې خاورې ساتل ګران کار دی، ټول افغانان باید په هېوادکې د سولې د ټینګښت لپاره سره یو موټی شي او اجازه ور نه کړي چې د پردیو په لاس د افغانانو وینه تویه شي.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي څرګنده کړه چې د سولې له ټینګښت پرته په هېواد کې اقتصادي پرمختګ ناشونی دی له دې امله زموږ هڅه دا ده چې له هرڅه وړاندې په هېواد کې سوله ټینګه کړو او که په دې لاره کې زما سر هم لاړ شي ورته حاضریم.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccixqsm2bqxm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته