دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۱۸
د مطلب کود : 100925
بریتانوي پوځ د افغان جګړې تېروتنې ومنلې

د بریتانیا د پوځ یوه پخواني جنرال سیر پیټر وال بي بي سي ته ویلي، لوړپوړو برتانوي افسرانو افغانستان کې پوځي کمپاین ځینې برخې منفي ارزولې او پلان او ستراتيژۍ کې یې تېروتنې منلې دي.
د دوی دغه څرګندونې د روان کال پای کې د برتانوي محاربوي ځواکونو وتلو په مناسبت د بي بي سي یوې ډاکومنټري کې مخې ته راغلې.
۲۰۰۶ کال کې له دریو زرو ډېر برتانوي پوځیان هلمند ته استول شوي وو، خو د دوی قومندان برید جنرال اېډ بټلر وايي، ''چمتو نه وو او د منابعو له لږوالي سره مخامخ وو''.
دغه ځای پر ځای کېدنه داسې مهال ترسره کېده، چې برتانوي ځواکونه عراق کې مخ په خرابېدو امنینتي وضعیت سره مخامخ وو.
جنرال سیر پیټر وال وايي، دوی فکر کاوه چې ګني د خپلو محدودو موخو لپاره ''مناسب پوځيان'' لري، خو اوس مني، چې په ناسمه روان وو.
د بریتانیا ددفاع وزارت وايي ''په افغانستان کې پر خپلو لاسته راوړنو ویاړو''.
له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان په جګړه کې ۴۵۱ برتانوي پوځيان وژل شوي دي.
په ۲۰۰۴ کالکې، د بریتانیا پوځ د عراق په جګړه کې ښکېل شو، چې اوس یې پوځي مشران مني، دوی د جګړې لپاره په کافي اندازه سرچینې نه لرلې.
بریتانیا د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته ۳۳۰۰ سرتېري استولي وو، چې د جنرال وال په وینا، دا د افغانستان په جګړه کې د ښکېلو شویو سرتېرو ناسمه شمېر و.
جنرال وال د بي بي سي دوو مستندو پروګرامونو ته ویلي: ''موږ داسې پلان مخته بېوه، چې وايي، خپلو ټاکل شویو هدفونو ته مو ټاکلی و، خو موږ د پوځيانو مناسې سرچینې نه لرلې. او اوس موږ منو چې موږ پخپله ستراتیژۍ کې تېروتلی وو''.
د بریتانیا پوځي مشرانو اټکل کړی و، چې په عراق کې به پوځي عملیات ژر ختم شي، چې دغه سرتېري بیا د افغانستان جګړې ته وساتول شي، خو په ۲۰۰۵ کال کې د عراق وضعیت لاپسې کړکېچن شو.
قومندان ډنټ چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ پوځي مشر و، وايي: ''یو ریښتینی ګواښ موجود و، او هغه دا چې موږ د خپلو خلکو ملاتړ نه شوای کولای''.
د ۲۰۰۶ کال په اوړي کې، برتانوي ځواکونو د افغانستان په جګړه کې خپل ځانونه اغېزمن احساس کړل، همدا وو چې د سوېلي هلمند ولایت په ځینو برخو کې مېشت شول.
په هلمند کې په ۲۰۰۶ کال د برتانوي ځواکونو قومندان برید جنرال اېډ بټلر وايي: ''موږ تنګ لاسي وو، موږ ډېرې سرچینې نه لرلې، او تر دې مهمه ده وه چې موږ یوه روښانه تګلار نه لرله چې مخته مو بېولې وای''.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccixqsp2bqxo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته