دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۰۰
د مطلب کود : 113570
ملي امنیت: د ملي شورا د ودانۍ په حمله کې آی ایس آی لاس لري
تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست پرون وویل چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ملي شورا پر ودانۍ د طالبانو په حمله کې د پاکستان د استخباراتو یوه مامور مرسته کړې ده.
د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویندوی حسیب صدیقي وویل، د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) یوه مامور د حقاني له شبکې سره د ولسي جرګې پر ودانۍ په حمله کېئ مرسته کړې ده.
په دې برید کې دوه ملکیان ووژل شول او تر ۳۰ زیات نور ژوبل شول.
حسیب صدیقي د آی ایس د دغه مامور نوم بلال وښود. د نوموړي تخلص ته یې اشاره ونه کړه.
صدیقي وايي، هغه موټر چې انتحاري چاودنه پرې وشوه، په پېښور کې جوړ شوی و.
ده وویل چې افغان چارواکي د جون په لسمه (۱۲ ورځې وړاندې) له حملې خبر ول او په دې خاطر یې ملي شورا ته اضافي ځواکونه لېږلي ول.
صدیقي وايي چې پر ولسي جرګې د حملې پلان په پېښور کې مولوي شېرین، چې د حقاني شبکې غړی دی، د آی ایس آی د افسر بلال په مرسته جوړ کړی و.
پاکستان د افغانستان پر ولسي جرګې حمله غندلې ده. او یو شمېر پاکستاني رسنیو په دې حمله کې د هند استخباراتي اداره (را) لاس لرلو تورنه کړې ده.
پاکستان د افغانستان د ملي امنیت د دې تور په اړه تراوسه پوري څه نه دي ویلي.
د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو کې بهتره شوي خو د ملي شورا د ودانۍ په حمله کې د پاکستان رول کېدای شي د دواړو هیوادونو اړیکې یو ځل بیا خړپړې کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccm1qsx2bqsp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته