دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۰۲
د مطلب کود : 98657
تاجکستان په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت د جوړیدو ملاتړ کوي

تاجکستان په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت د جوړیدو ملاتړ کوي.دا خبره د افغانستان او تاجکستان د و لسمشرانو په هغه دوه اړخیزه لیدنه کې شوې چې؛ د شانګهای د همکاریو سازمان د سرمشریزې په څنډو کې یې وکړه. 
په دې لیدنه کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ویلي؛ د ملي یووالي حکومت نه یوازې د افغانستا ن د خلکو لپاره چې اوږده موده یې جګړې زغملي دي؛ بلکه د سیمي لپاره هم یو مهم رول لوبولی شي.
انټرفکس خبري آژانس وایي؛ دواړو ولسمشرانو د دغې لیدنې پر مهال د تاجکستان او افغانستان تر منځ د همکاریو د دوام په اړه ډاډ ورکړ. په دې کې د دواړو هیوادونو تر منځ پر ګډه پوله د امنیت او ثبات پر ټینګښت ټینګار شوی دی.
د منځنۍ آسیا په هیوادونو کې چې له افغانستان سره پوله لري؛ تر ټولو اوږده پوله له تاجکستان سره ده چې؛ ۱۳۴۴ کیلومتره ده.
پر دغه پوله هر کال څو ټنه نشه یي مواد نیول کیږي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccmeqo.2bq4p8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته