د نن سهار چاودنه پر خارجی ځواکونو باندی وو چی دهغه په نتیجه چی ۳ خارجی عسکر ټپی سوی دی او اته نور غیر نظامی پکښی وژل سوید دی
په دی چاودنه کی ۲۹ غیر نظامی او ملکی خلک هم ټپیان دی
نن سهار پر ۷:۵۵ (چهارشنبه، ۱۳ ثور) یو انتحاری موټر چلوونکی د نهم حوزی د درک شپږم ساحه کی ځان پتاو وکی. دغه چاودنه د یو چهارراهی چی امریکایی سفارت؛ ستره محکه او د افغانستان د صحت عامه وزارت ته نږدی وو پیښه سوی دی.د ناټو مشران وایی چی په دغه چاودنه کی یوازی ۳ خارجی عسکر ټپی سوی دی.
نجیب دانش د بهرنیو چارو وزارت ویان هم ویلی دی چی په دغه پیښه کی ۸ ملکی کسان شهیدان سوی دی او ۲۹ نور ټپیان دی.