په هلمند کې امنیتي او دفاعي ځواکونو په بیلابیلو سیمو کې عملیاتو او نښتو په ترڅ کې ۵۲ وسلوال طالبان وژلي، چې یوشمیر مهم قومندانان یې هم پکې شامل دي.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخی، د هلمند والي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې ولایت کې د وسلهوالو پر وړاندې د افغان ځواکونو قهرمیوند نومي پوځي عملیاتو کې ۵۲ تنه وسلهوال وژل شوي دي.
سرچنیوزیاتوي، چې د یاد شمېر وسلهوالو وژل کېدو ترڅنګ یو شمېر ټپيان شوي هم دي.
خبرپانه وایی د قهر میوند عملیاتو په دوام د لښکرګاه ښار، نهر سراج او نادعلي ولسوالیو شاوخوا سیمو کې د پاکوونې عملیات لا هم دوام لري.
په خبرپانه کي راغلی دي، د قهرمیوند نومي پوځي عملیات کابو یوه اوونۍ مخکې په هلمند ولایت کې د وسلهوالو ځپلو په موخه پیل شول.
دهلمند والي دفترخبرپاڼه د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.