دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۲۸
د مطلب کود : 89747
ارشیف
ارشیف
په نورستان کې د لومړي ځل لپاره د بریښنا د یوه بند د جوړیدو چارې پیل شوې.
د دې ولایت د والي ویاند ظاهر بهاند ازادي راډیو ته وویل، چې د دې بند د جوړیدو کارونه به د اتلسو میاشتو په موده کې بشپړ شي.
د بریښنا په دې بند باندې نږدۍ سل میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د مالیې وزارت له خوا ورکول کیږي.
د نورستان چارواکي وایي، چې ددې بند له جوړیدو سره به د مرکز پارون اوسیدونکي او دولتي ادارې د بریښنا له اسانتیاوو برخمنې شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccmmq4.2bqo08j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته