دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۲۴
د مطلب کود : 94787
امرخیل: د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون دې زما دوسیه په جدیت سره وڅیړي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د درالانشا پخواني رییس ضیاالحق امرخیل له افغانستان څخه د تیښتې موضوع رد کړه او د انتخاباتي شکایتونو له کمیسیون یې وغوښتل چې؛ د ده په اړه ټولې دوسیې باید په جدیت وڅیړي.
ښاغلي امرخیل نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ د انتخاباتو په بهیر کې د ده په اړه ډېرې توطیې جوړې شوې؛ خو ده تر خپلې وسې د ځینو قومندانانو او والیانو په شمول د چارواکو د درغلیو او لاسوهنو مخه ونیوله.
ښاغلي امرخیل د انتخاباتي شکایتونو له کمیسیون وغوښتل چې؛ د ده دوسیه باید په جدیت سره وڅیړي.
ښاغلي امرخیل همداراز ټینګار وکړ چې، د انتخاباتو نتایج باید د مهالویش له مخې اعلان شي او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دې د هیڅ سیاسي فشار لاندې خپل کار نه ځنډوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdccmmqo.2bq048j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته